Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وروستي کال کې د سرطان ناروغۍ د ۶۰۰۰ پېښو تشخیص

د فبروري میاشتې څلورمه د سرطان ناروغۍ سره د مبارزې له نړیوالې ورځې سره سمون لري، په هېواد کې د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې یوازینۍ مرکز وايي په تېر یوه کال کې د سرطان ناروغۍ ۶۰۰۰ناروغان دغه مرکز ته راغلي دي.

د دغه مرکز په وینا د سرطان ۵۵ سلنه ناروغان نارینه او ۴۵ نور ښځې دي. دا مرکز کابو یو کال مخکې کابل کې پرانیستل شوی.

د سرطان ناروغۍ جراح ډاکټر، عبدالله همت بهیر څرګندوي:«۴۵ سلنه ناروغان چې دې مرکز ته مراجعه کوي ښځې دي او ۵۵ سلنه یې نارینه دي. لوړ شمېر د هاضمې سیسټم ناروغي ده او د تیو سرطان د ښځو ترمنځ زیات دی.»

د سرطان نړیواله ورځ هر کال په ټوله نړې کې په داسې حال کې لمانځل کیږي چې دا ناروغي هر کال د زرګونو تنو ژوند اخلي. د افغانستان وګړي هم له دې ناروغۍ په امان کې نه دي پاتې.

څلویښت کلنه فریبا د سرطان ناروغۍ د تشخیض او درملنې د مرکز یوه  ناروغه ده. دا میرمن له درېیو میاشتو راهیسې په دې مرکز کې عملیات شوې، هغه وايي چې میاشتې وخت ونیوه څو  ناروغي وپیژندل شي.

له دې سره سره د عامې روغتیا وزارت دا مني چې په هېواد کې د سرطان د ناروغۍ د درملنې امکانات ډېر کم دي او هغه کسان چې د سرطان جدي ناروغي ولري د درملنې لپاره يې له هېواد څخه بهر استوي.
 
د روغتیا وزارت د غیرساري نارغیو د کنټرول څانګې رئيس، فهیم پیغام وايي:«د سرطان پرمختللې ناروغۍ ښو آسانتیاو ته اړتیا لري چې په هېواد کې یې درملنه شونې نه ده.»

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې هغه عوامل چې د سرطان ناروغۍ لامل کیږي، د تنباکو کارول، غیر معیاري خواړه خوړل او د فزیکي فعالیتونو نشتون دی.

د دغه مرکز په وینا د سرطان ۵۵ سلنه ناروغان نارینه او ۴۵ نور ښځې دي. دا مرکز کابو یو کال مخکې کابل کې پرانیستل شوی

شریک یي کړئ