Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وسله‎والو لویې څارنوالۍ ته څېرمه یو کس په ډزو سره وواژه

وسله‎والو کسانو نن شنبې (د غبرګولي په ۴ مه) له غرمې مخکې د لسو بجو په شاوخوا کې یو کس یې د کابل نوي ښار کې د لویې څارنوالۍ ته‎څېرمه په ډزو سره وواژه. 

د وژل شوي کس کورنۍ د هغه د هویت په اړه څه نه وايي، خو سرچینې وايي چې بریدګر د دغه کس د کورنۍ غړي وو او د دغې وژنې لامل هم کورنۍ ستونزې بلل شوې دي.

د وژل شوي کس چلوونکی محمد رحیم وايي د پېښې پر مهال سیمه کې و:«شخصي او کورنۍ ستونزه یې وه. دا یوه څرګنده خبره ده چې د لور موضوع یې وه او دا وژنه یې زوم کړې ده.»

کابل مېشتی ضمیرالله وايي:«موږ دلته ولاړ وو چې د ډزو غږ شو. څو مرمۍ یې په سر ویشتی وو له هغې وروسته درې مرمۍ یې په اوږه وویشت پولیس ته مو وویل چې قاتل هلته دی پولیس وژونکی ونیو او د څېړنې ډله هم یو نیم ساعت وروسته راورسېده.»

سرچینې وايي، دې پېښه کې هېڅ ډول جنايي او ترهګریزه نښه نه لیدل کېږي، بلکې کورنۍ ستونزې د دې پېښې سبب شوې، خو دې پېښې د سیمې اوسېدونکي او هټۍ‌وال سخت اندېښمن کړي دي. خو له لږ ځنډ وروسته، دا سیمه بېرته عادي حالت ته راګرځي.

د کابل اوسېدونکي محمد رحیم وویل:«د څارنوالۍ په مخامخ یو سړی وژل کېږي! زموږ امنیت کمزوری دی، زموږ حکومت کمزوری دی.»

د امنیتي بنسټونو چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د دغې پېښې په تړاو یو کس نیولی دی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په دې وروستیو اوونیو کې کابل ښار کې جنايي پېښې زیاتې شوې دي.

موده وړاندې همدارنګه ناپېژانده وسله‎والو کسانو یوه مېرمن په رڼا ورځ په ډزو سره ووژله.

په پلازمېنه کې د جنايي جرمونو د پېښو له زیاتوالي سره جوخت، کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو ورځو کې د جنايي جرمونو ځينې طراحان نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په دې اړه وايي:«پولیسو تېره ورځ د کابل ښار د پلان شویو جرمونو پنځه تنه مجرمان د کابل ښار د یولسمې حوزې په اړوند سیمه کې ونیول.»

د کابل امنیه قومندان هم وايي چې په پلاژمېنه کې د جنايي جرمونو د کموالي لپاره د جنایت کارو ډلو د مشرانو د نیولو په لټه کې دي.

کورنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې د وروستیو اوونیو په لړ کې کابل او د کابل په اړوندو سیمو کې یې څو جنایت کاره ډلې نیولي او ځينې غله او وسله‎وال یې له امنیتي ځواکونو سره د نښتې په پایله کې وژلي دي.

شریک یي کړئ