په کابل کې یو شمېر فرهنګیانو «ولسمشر ته لیک» له فلم څخه هرکلی وکړ او دا فلم یې نړۍ ته د افغانستان سینما څېرې ورپېژندلو په برخه کې اغېزمن بولي.
د سینما د څانګې د کارپوهانو په وینا «ولسمشر ته لیک» یو معیاري فلم دی او کولی شي نړیوالې جایزې خپلې کړي.
په نړیوالو چارو کې د ولسمشر سلاکاره، فرخنده زهرا نادري وايي:«لا هم موږ په جګړه کې ښکېل یوو او موږ په دې وخت کې په بیلابیلو برخو کې د زړهورو کسانو لخوا هېواد ته ویاړ راوړو.»
ولسمشر ته یو لیک فلم چې د رویا سادات لخوا جوړ شوی، د سینما د څانګې د کارپوهانو په وینا یو معیاري فلم دی او دغه فلم ته د نړیوالې جایزې د ورکولو هیله مندي شته.
د افغان فلم ر ئیس، انجنیر لطیف څرګندوي:«د سینمايي جوړښت له پلوه معیاري فلم دی.»
«ولسمشر ته لیک» په نوم فلم چې په افغانستان کې یې د یوې مېرمنې سخت ژوند انځور کړی د دوهم ځل لپاره د یکشنبې په ورځ د موبي ګروپ په ستډیو کې نندارې ته وړاندې شو.
یو شمېر فرهنګیان او د سینما د برخې کارکونکو د فلم د لیدلو لپاره راټول شوي وو.