Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر، ویس برمک د کورنیو چارو وزارت ته نوماند کړ

ولسمشر غني په دولت کې له پېښو سره د مبارزې وزیر، ویس احمد برمک د کورنیو چارو وزارت ته نوماند کړی او پخوانی د کورنیو چارو وزیر، تاج محمدجاهد په امنیتي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر په توګه ګمارلی دی.

ولسمشر مشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي:«د اساسي قانون ۶۴ مادې او ۱۱ فقرې پر اساس د ویس احمد برمک مقرري د کورنیو چارو وزارت نوماند په توګه منظور شوه.»

خبرپانې همداراز زیاته کړې ده چې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر به نوموړی پارلمان ته د رایو اخیستو په موخه معرفي کړي.

په همدې حال کې خبرپاڼه کې د ولسمشر بېل فرمان په ترڅ کې راغلي دي چې د کورنیو چارو پخوانی وزیر، تاج محمد جاهد یې په امنیتي چارو کې د ولسمشر سلاکار په توګه ټاکلی دی.

د ملي یووالي حکومت پیل راهیسې دا درېیم وزیر دی چې د کورنیو چارو وزارت ته ورپېژندل کېږي.

مخکې له دې نورالحق علومي د کورنیو چارو وزیر په توګه دنده ترسره کوله او استعفاء یې ورکړه.

ویس احمدبرمک ولسمشر لخوا کورنیو چارو وزارت ته نوماند شوی، همداراز پخوانی وزیر، تاج محمدجاهد په امنیتي چارو کې د ولسمشر سلاکار شوی
 
شریک یي کړئ