Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر:د تاریخ نه تکرارېدو لپاره باید خلک سره یو موټی شي

د سولې مېز ته د طالبانو د راکاږو د هڅو او همدارنګه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د احتمالي وتلو په لړ کې، ولسمشر غني د هېوادوالو ترمنځ د یووالي غوښتونکی شو.

ښاغلي غني چې نن له غرمې وروسته، د محمد حسن کاکړ د تاریخ بنسټ په پرانستغونډه کې، د هېواد تاریخ لیکوونکو ته یې وویل چې د خلکو درد ګډ دی.

هغه له خلکو وغوښتل چې له دغه وضعیته د وتو لپاره باید سره متحد شي او د تاریخ د تکرار مخه ونیول شي.

ولسمشر زیاته کړه چې په هېواد کې یووالی، خلک یوه ښه راتلوونکو ته باوري کوي.

هغه زیاته کړه:«زما په نظر، د ټولو هېوادوالو درد ګډ دی، یوازې د هغه د ادا طریقه فرق کوي؛ موږ ټول چغې وهوو چې زموږ کلی وسوځېدلی او هغه درد مې نه هېرېږي، خو خبره دا ده موږ ټول سوځېدلې یوو.» 

ولسمشر په دغو مراسمو کې د محمد حسن کاکړ په اړه هم وینا وکړه. هغه محمد حسن کاکړ یې د نوم وتي تاریخ لیکوونکي په توګه یاد کړ:«په دغه خبره کې ټینکار په کار دی. چې پوهاند کاکړ، په انګلیسي ژبه، ساده او روانې پښتو ته د انګلیسي ژبې د پېچلو مطالبو په ژباړه کې ځانګړی استعداد درلود.»

محمد حسن کاکړ د هېواد د معاصرو تاریخ لیکوونو له ډلې و چې په کابل پوهنتون کې یې زده کړې وې او دغه راز له بریټانیا او امریکا څخه یې په تاریخ کې ماسټري او ډوکتورا اخیستې وه.

محمد حسن کاکړ په امریکا کې ژوند کاوه چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د اته اتیا کلو په عمر ومړ.

شریک یي کړئ