افغان ولسمشر محمد اشرف غني طالبانو ته ګواښ کوي چې د تېښتې هېڅ لاره نه لري او په هر سوري چې ننوځي بهر به یې کړي.
ښاغلي غني چې نن د سولې د عالي شورا په غونډه کې وینا کوله، په کابل کې د طالبانو د شنبې ورځې برید یې پر امریکا د سپټمبر له ۱۱ مې سره تشبیه کړه او له دغې ډلې پر غچ اخیستو یې ټینګار وکړ.
ولسمشر غني په نغوتې توګه پاکستان یې د دغه برید عامل یاد کړ او وې ویل هر کله چې په افغانستان کې د سولې هیلې را ژوندۍ کېږي پاکستان خپلې ګټې په خطر کې ویني.
هغه زیاته کړه:«د برید شدت زموږ د ناکامۍ لامل نه دی! دلیل دا دی چې د هغوی پروژې (پاکستان) خرابېږي کله چې د سولې هیلې را ژوندۍ کېږي هغوی خپلې ګټې په خطر کې ویني.»
ښاغلي غني وویل هغه طالبان چې په جګړې او وژنې لاس پورې کوي، نور د افغانستان د ټولنې غړي نه دي او په کابل کې له وروستي برید سره د هغوی لاره روښانه شوه.
له دې ټولو سره ښاغلي غني وویل چې د سولې دروازه د هغو طالبانو پر مخ پرانیستې ده چې له جګړې لاس په سر شي.
هغه څرګنده کړه:«هغه کسان چې اوس غواړي جګړه ونه کړي، نن دې وښودله چې د پرېکړې وخت رارسېدلی دی.»
له بلخوا د سولې د عالي شورا مشر کریم خلیلي هم په دغې غونډه کې خبرې وکړې، د حکومت نیمګړتیاوې یې د سولې د خبرو اترو په وړاندې د خنډ په توګه یادې کړې، خو د دې سربېره یې ټینګار وکړ دا شورا چمتو ده ترڅو مذاکرات په بېلابېلو برخو کې پیل کړي.
خو، ولسمشر غني وايي چې لومړی باید د سولې چوکاټ او معیارونه په څرګنده روښانه کړل شي؛ له هغې ډلې د هغو مخالفانو راتلونکی چې د حکومت په وړاندې جنګېدلي او په حکومت کې د اصلاحاتو راوستل روښانه کړل شي.
ښاغلی غني وايي چې د سولې خبرې اترې باید په درې پړاوونو کې پلي شي، او د هغه لومړنی او دویم پړاو باید د افغانانو په منځ کې وي.
هغه په ډاګه کړه:«د مذاکراتو د چمتووالي او د مذاکراتو پړاونه باید د افغانانو په منځ کې (بین الافغاني) وي؛ زموږ متحدین خبر وي، خو دخیل نه. درېیم پړاو هوکړه او په سند کې شاهد باید دخیل وي.»