Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشرۍ: د عزني د ناامنیو په اړه د محقق څرګندونې بې بنسټه دي

ولسمشرۍ ماڼي د اجراییه ریاست د دویم مرستیال ښاغلي محقق د فېسبوکي لیکنو پر وړاندې غبرګون ښودلی دی او له ښاغلي محقق نه یې غوښتي دي چې د هېواد د ملي ګټو پر خلاف څه ونه وایي.

د ولسمشر ویاند هارون چغانسوري په دې اړه وویل:«د ښاغلي محقق څرګندونې له سټه بې بنسټه دي او له واقعیت څخه لیرې دي؛ دوی چې هره ادعا لري د افغانستان خلک د دې تمه لري چې قانون ته د یوه ځواب ویونکي کس په توګه، را دې شي او خپلې ټولې ادعاګانې ثابتې کړي او د خپلو شخصي ګټو په پار د هېواد ملي ګټې او ملي امنیت ته دې زیان نه رسوي او خلک دې نه اندېښمنوي.»

ښاغلي محقق پر خپلې فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې « تر ټولو بده خبره او غمیزه دا ده چې رپوټونه وايي چې له حکومت سره تر درې ورځني اوربند وروسته پر هزاره مېشتو سیمو د برید پرېکړه شوې ده او ویل کېږي چې د هزاره خلکو پر وړاندې جګړه د دولتي استخباراتو په لمسون او حکومت پلوو طالبانو له لوري کېږي.»

محقق همدارنګه د غزني له اوسېدونکو غوښتي چې پر نورو دې تعرض نه کوي او په هغه صورت کې چې جاغوري او یا هم نورې برخې د طالب او یا په کوم بل نوم له برید سره مخ شوې، له دغو برخو دې دفاع وکړي.

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازی علي علي‎زاده وايي:«د غزني ولایت ځينې امنې سیمې د جاغوري او مالستان ولسوالۍ د طالبانو له شدیدو ګواښونو سره مخ دي او د دغه ولایت په شاوخوا کې ځینې غونډې دي او دولتي ځواکونه هم خبر دي.»

د ښاغلي محقق د لیکنې په بله برخه کې راغلي:« د غزنی ولایت د حوزې پر درېیو برخو وېشل د ټاکنو د قانون پر خلاف دي او دغه راز د افغانستان د وروڼو قومونو تر منځ د توپيري چلند ښودنه کوي او په ولسي جرګه کې چې د هېواد د پرېکړو نیولو تر ټولو لوی ځای دی؛ د یو شمېر قومونو له قانوني حضور سره پلان شوې مقابله ده.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په غزني ولایت کې په استثنايي توګه په حوزوي توګه ټاکنې ترسره کېږي. دغه کمېسیون غزني ولایت یې پر درې حوزو ووېشه.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا پرېکړه له هغې وروسته ونیول شوه چې د دغه ولایت ځینو اوسېدونکو د څو میاشتو لپاره ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر ته اجازه ورنه کړه چې پرانیستل شي. هغوی په دغه ولایت کې د ټاکنو د حوزوي کېدو غوښتونکي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ، د ښاغلي محقق د یوې فېسبوکي لیکنې په غبرګون کې له هغه وغوښتل د هېواد د ملي ګټو په خلاف څه ونه وايي.

شریک یي کړئ