عنایت الله حفیظ له خپلو مرستیالانو هر یو جنت ګل چکري او ماسټر شهراني سره نن یکشنبه د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې د ولسمشرۍ ټاکنو د څلورم نوماند په توګه نوم لیکنه وکړه.
ښاغلی حفیظ وايي د بشري حقونو له هېڅ یوه سرغړونکي سره به جوړجاړی ونهکړي او که چېرې په ټاکنو کې بریالی شي هغو کسانو ته به د فعالیت اجازه ورنهکړي چې په فساد تورن دي.
له بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي یو شمېر نورو ټاکنیزو ډلو هم په ولسمشرۍ انتخاباتو کې د نوم لیکنې لپاره تیاری نیولی دی.
دا د ولسمشرۍ ټاکنو څلورم نوماند دی چې په رسمي توګه یې د دغو انتخاباتو لپاره نوم لیکنه کړې ده.