Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر بالاکرزی د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر په توګه وګوماره

ولسمشر غني د یوه تازه حکم پر اساس عبدالتواب بالا کرزی د لوړو زده‌کړو د سرپرست وزیر په توګه وګوماره.

د ولسمشر غني وروستۍ ګومارنې او همدا ډول د چارواکو ګوښه کول د ولسمشرۍ نوماندانو له سختو غبرګونو سره مخ شوي دي.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندان ولسمشر په زوویلو او قانون ماتونې تورنوي او وايي په داسې حال کې چې د ولسمشر کاري دوره پای ته رسېدلي خو ولسمشر له خپلو وروستیو ګومارنو او ګوښه کولو سره قانون ته درناوی هم نه کوي.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند شهاب حکیمي په دې اړه وویل:«پخوانی ولسمشر اوس پوهېږي چې حکومت یې ناقانونه دی نو له زورویلو پرته بله هېڅ لار ورته نه ده پاتې.»

له څرنګه چې ولسمشرۍ ته نوماندان د غبرګولي میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته، د ولسمشر غني د کار دوام د اساسي قانون پر خلاف بولي، همدا ډول د هغه له‌خوا د چارواکو ګومارل او لیرې کول هم د قانون پر خلاف بولي.

د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار وايي:«هر ډول اجراات باید د سیاسي موخو لپاره نه وي د دولت اداري او عادي اجراات وي، پر دې بنسټ ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندان یا سیاستوال چې په دې برخه کې خپله ملاحظه او نیوکه لري باید جدي وي.»

د ولسي جرګې غړې ذکیه سنګین څرګندوي:«دا غوره وه چې د یوې مودې لپاره انظار شوی وای څو د ټاکنیزو سیالانو دا ټاپه پرې نه وای لګېدلې د دې لپاره چې دا په ټاکنو کې ډېرې نږدې ګټې لري.»

خو ولسمشرۍ ماڼۍ د کسانو ګومارل او ګوښه کول د ولسمشر له هغو واکونو ګڼي چې اساسي قانون ورته ورکړي دي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په ډاګه کړه:«ولسمشر تر ټاکنو او د نوي ولسمشر د کار تر پیله نه شي کولای چې لاس په لاس کېږدي او خپل ورځني کارونه ترسره نه کړي خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول د حکومت له مسوولیتونو څخه دي چې تر وروستۍ ورځې کار وکړي.»

له دې وړاندې هم ولسمشر د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزاد ګل اریوبي له دندې ګوښه او پر ځای یې محمد فهیم هاشمي ګومارلی و.

شریک یي کړئ