د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتي دفترونو ځينې رییسان، د نوملیکل شویو کسانو شمېر له خبریالانو سره نهشریک وي او وايي چې دوی ته د کمېسیون مشرتابه او ولسمشر امر کړې چې د هغو کسانو شمېر له چا سره شریک نه کړي چې نوملیکنه یې کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون د یوه غړي په وینا په تېرو ۷ ورځو کې، د هېواد په ګوټ کوټ کې یوازې ۱۸۹ تنو نوملیکنه کړې؛ هغه شمېرې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون هغه د منلو وړ نه بولي او وايي چې د دوی له وړاندوینې ډېر کم دي.
د نوملیکل شویو کسانو د شمېر د نه څرګندولو لپاره د ولسمشر او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د چارواکو د حکم اصلي لامل روښانه نه دی، خو ځينې کسان دا چاره د پوښتنې وړ بولی.
د بدخشان د ولایتي شورا غړی عبدالله صدیقي په دې اړه وویل:«دا په خپله د خلکو په حق کې یوه جفا ده او یو ډول فساد هم دی.
د بلخ د ولایتي شورا غړی محمد ابراهیم خیراندیش هم وايي:«کهچېرې دوی ګډون ونه کړي، د دې لامل کېږي چې د خلکو او کمېسیون ترمنځ بې اعتمادي زیاته شي.»
یو شمېر هېوادوال دا لارښوونه د پوښنې وړ او د چارو پټول بولي او له حکومت او د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه غواړي ترڅو شمېرې په رڼه توګه د رسنیو په واک کې ورکړي.
د ساسي چارو کارپوه اصف اشنا په دې اړه څرګنده کړه:«کهچېرې هره ورځ شمېرې پټې شي، د بهیر په پای کې، د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو په څېر له څلور بجو تر ۸ بجو ۸ مېلیونه بدلون یې وکړ، کوم ضمانت نشته چې دا ځل هم د بهیر په پای کې یو ستر شمېر بهر کړل شي.»
د دې سربېره، اجرايي رییس عبدالله عبدلله وايي چې د رایه ورکوونکو د نوملیکنې بهیر باید له بریا سره ترسره شي، له هغې پرته د دغه بهیر ناکامي به د هېواد په ټولو سیاسي بهیرونو منفي اغېزه وکړي.
هغه زیاتوي:«کهچېرې خدای مه کړه، دا بهیر ناکامه شي، وروسته د هېواد ټول سیاسي وضعیت له ننګونې سره مخ کېږي.»
له دې ټول سره، ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې یوازې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو مسایلو د مالوماتو واک لري.
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي په دې اړه وویل:«د ګډون کوونکو د کچې په اړه د اطلاع رسونې اصلي مرجع د ټاکنو خپلواک کمېسیون دی، د ولسمشر روښانه لارښونه دا ده چې هېڅوک او هېڅ بنسټ د ټاکنو په بهیر کې د لاسوهنې حق نهلري.»
پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي چې د نوملیکنې په مرکزونو کې د نوملیکونو شمېر له څارونکو بنسټونو پټ ساتل کېږي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرايي رییس یوسف رشید زیاته کړه:« څارونکو موږ ته دننه په مرکزونو کې د انځور اخیستو اجازه را نه کړه او زموږ په باور دا هغه څه دي چې بهیر له ډېرو پوښتنو سره مخامخ کوي.»
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې ولایتي رییسان صلاحیت لري چې له رسنیو او څارونکو بنسټونو سره د نوملیکونو شمېر شریک کړي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړې ملیحه حسن په ډاګه کوي:«یوازې د نیمګړو او ضد او نقیض خبرو د مخنیوي لپاره د هغو شمېرو له خپرېدو مخنیوی شوی چې له یو بل سره ورتهوالی نهلري، خو په ولایتي کچه کهچېرې رییسان د خپل اړوند ولایت په اړه وغواړي کولای شي مالومات شریک کړي.»
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له لوري د نوملیکونو د شمېرو د راټولو څرنګوالی له پوښتنو سره مخ شوی؛ ځکه تر اوسه د دغو نومونو د ثبت لپاره مالوماتي بانک نه دی جوړ شوی او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي د ولایتونو له رییسانونه شمېرې د ټیلفوني خبرو او یا د برېښنا لیک له لارې راټولوي.