وروستي خبرونه
Thumbnail
افغانستان

ولسمشر د سولې بهیر کې د ځوانانو ونډه مهم بولي

ولسمشر غني ژمنه کړې ده چې مرکچې پلاوی به د سولې خبرو په هر پړاو کې له خلکو سره سلا او مشورې کوي

د سولې بهیر د پرمختګ لپاره د امریکا متحده ایالاتو له هڅه سره هم مهاله ولسمشر غني له سیاسي ګوندونو، سیاسي څېرو او خلکو سره د خپلو مشورتي ناسته لړۍ پیل کړې ده.

ولسمشر غني د سولې په اړه د خپلو مشورتي ناستو په لړ کې نن(شنبې د لړم په ۲۶مه نېټه) د مدني ټولنې له یوشمېر غړو سره ولیدل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې په دې لیدنه کې د سولې بهیر په اړه خبرې شوې دي.

خبرپاڼه کېد ولسمشر له قوله ویل شوي دي:« تاسې د نوي افغانستان استازیتوب کوئ، نو د خپلو وړاندیزونو او نظرونو د زیات انسجام لپاره خپلې شبکې ملي او ټول شموله کړئ.»

ولسمشر غني دې ته په اشارې چې د سولې په  پروسه کې مهم ښکېل کسان ځوانان دي زیاته کړې چې هڅه کوي د هېواد په هره مهمه پرېکړه کې ځوانان ونډه ولري.

ده وړاندې ویلي دي چې تېرې ترخې تجربې باید تکرار نکړو. ولسمشر همداراز زیاته کړې ده:« سوله ملي بحث دی او زمونږ ارزښتونه یواځې د افغانستان خلک تعریفولی شي. هغه زیاته کړه، مونږ باید روښانه اراده او لوری ولرو او تېرې ترخې تجربې تکرار نه کړو.»

ولسمشر غني ژمنه کړې ده چې مرکچې پلاوی به د خبرو په هره برخه کې له خلکو سره مشورې کوي.

شریک یي کړئ