Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشر د سولې په اړه د لویې مشورتي جرګې د جوړېدو غوښتونکی دی

د سولې خبرو اترو ته د طالبانو د راکاږو لپاره له هڅو سره هم مهاله، ولسمشر غني په دې اړه د لویې مشورتي جرګې د جوړېدو غوښتونکی دی.

ښاغلي غني چې نن (دوشنبې د سلواغې په ۲۲ مه)له غرمې وروسته «د سولې ملي مشورتي بهیر» په غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه وینا کوله، وویل چې هغه د سولې په اړه یوه لویه جرګه چې هماغه لویه بیړنۍ جرګه ده جوړه کړي.

لویه بیړنۍ جرګه په ۱۳۸۱ کې جوړه شوه. په دغې لویه جرګه کې، ۱۵۵۱ تنو ګډون کړی وو چې د هغې په پایله کې حامد کرزی د انتقالي دولت د رییس په توګه معرفي شو.

ولسمشر وویل چې په یوه مشورتي جرګه کې، خلک به د سولې او له سولې وروسته، د حکومت پر څرنګوالي خبرې وکړي. ښاغلي غني د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس عمرداوودزي ته حکم وکړ څو د کب میاشتې په پای کې د دغې جرګې د جوړېدو تابیاوې ونیسي. 

ولسمشر وویل چې په دغې جرګه کې، خلک باید د سولې د بیې په اړه خبرې وکړي هغه څرګنده کړه:«موږ مشورې ته ځو، په مشوره کې هېڅ ډول زیان نشته. باید دلته هغه ارزښتونه چې د معاملې وړ نه دي تعیین شي، هم د انعطاف اندازه او هم د سولې بیه.»

په ورته وخت کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ولسمشر اشرف غني له دې پرېکړې هرکلی کوي او وايي چې د افغانستان د اوسنۍ جګړې د ستونزې یوازینۍ حل لاره د جرګې جوړول دي.

د ښاغلي کرزي له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:«لکه‎څرنګه چې مخکې مو هم د لویې جرګې پر جوړېدو او د خلکو د ارادې پر تمثیل مو ډېر ټینګار کړی او هغه په افغانستان کې د ستونزو د حل یوازینۍ لار ګڼو، اوس هم د خلکو د ارادې د تمثیل له لارې هېواد کې د سراسري او تلپاتې سولې د رسېدو لپاره د لویې جرګې ترسراوی اړین بللی و د هغې د ترسراوي لپاره د حکومت له چمتووالي هر اړخیز ملاتړ اعلان وو.»

ولسمشر همدارنګه وویل چې «له طالبانو سره سولې وروسته پر دولت» کار پیل شوی او دا موضوع د «د کابل بهیر »په درېیمه عونډه کې چې ټاکل شوې د راتلوونکي کال د وري میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې جوړه شي - بحث وشي.

ښاغلی غني په داسې حال کې د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو خبره کوي چې تراوسه طالبانو حاضر نه دي له حکومت سره مخامخ خبرې وکؤي؛ په داسې حال کې چې څلور ځل یې له امریکا او یو ځل یې له سیاستوالو سره لیدلي دي

د مسکو غونډه د دوه ورځو لپاره (د سلواغې په ۱۷ او ۱۸ مه) جوړه شوه او په هغه کې کابو اویا تنو سیاستوالو، او په لسګونه تنه طالب استازو ګډون کړی وو. د دغې غونډې ګډون کوونکو د دغې غونډې په پای کې یو نهه ماده‎ییز پرېکړه‎لیک صادر کړ چې په هغه کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د خبرو اترو دوام او د یوه مرکزي قوي حکومت په اړه سره هوکړه وکړه.

د مسکو په غونډه کې ځينو سیاسي څېرو د لنډمهاله حکومت موضوع هم مطرح کړه، خو د دغې غونډې په پرېکړه لیک کې په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

له دې ټولو سره ولسمشر غي وايي چې د لنډمهاله حکومت د رامنځته کېدو په اړه بحث بې مفهومه دی او ټاکنې باید ترسره شي.

هغه زیاته کړه:«که‎چېرې باعزته سوله غواړ د ملت او حکومت ترمنځ باید تشه نه وي. هغه کسان چې غواړي دغه بهیر بل لور ته بوځي، له سره دې فکر وکړي.»

له دې سره جوخت ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا له طالبانو غواړي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پيل کړي خو هغه له دغې ډلې سره د جګړې د دوام په اړه ګواښ کوي:«هر هغه څوک چې د افغانستان بیرغ نه مني او وسله پورته کوي، د دښمنۍ په حال کې دی او اوس موږ غواړو دا دښمني پر دوستۍ بدله کړو. تر هغې چې دوی برید کوي، د خدای د حکم پر بنسټ موږ دفاع کوو. خو موږ د وینې تویدنې د دوام غوښتونکي نه یوو.»

په دغې غونډه کې د ولسمشر د وینا بله برخه په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د اصلاحاتو راوستلو ته متمرکزه وه. هغه وايي د ټاکنو قانون به تعدیل شي.

اشرف غني په ډاګه کړه:«داسې اجماع شتون لري چې اوسني کمېسیونونه د ملت غوښتنې عملي کولای نه شي اجماع جوړه شوې چې د ټاکن قانون تعدیل شي او د دغه تعدیل پر بسټ رڼې ځواب ویوونکي او سراسي ټاکنې ترسره شي.»

ولسمشر د خپلې وینا په پای کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د اندېښڼې او له افغانستان سره د مرستو د داوم په اړه هم وویل چې له نړۍ سره د افغان حکومت خبرې اترې په سم لور په حرکت کې دي.

ولسمشر وویل چې په یوه مشورتي جرګه کې، خلک به د سولې او له سولې وروسته، د حکومت پر څرنګوالي خبرې وکړي.

شریک یي کړئ