Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشر: د قیصاري له ساتونکو سره د بد چلند عاملان دې په ګوته شي

د هغو انځورونو د خپرېدو د غبرګون له زیاتوالي سره چې ادعا شوې د نظاالدین قیصاري له ساتونکو سره د دولتي ځواکونو د بد چلند ښودنه کوي، ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د امنیتي ځواکونو هغه کړنې چې د افغانستان له اصولو او قوانینو سره په ټکر کوې وي، د توجیه وړ نه دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي دي:«د افغانستان حکومت د هېواد د امینتي او دفاعي ځواکونو هر ډول کړنه چې د هېواد له نافذه اصولو او قوانینو سره په ټکر کې وي، په هېڅ ډول د منلو وړ نه بولي او څرګندوي چې رامنځته شوې ستونزې د هغو کسانو د نا اصولي چند پایله ده، نه د هېواد د دفاعي او امنیتي نظام په کلیت کې او سرغړوني کسان باید د هېواد د نافذه قوانینو په مطابق خپل چلند عیار او مسوول وګڼل شي.»

په دغې خپرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر حکم کړی چې دا موضوع په جدي توګه وڅېړل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي:«ولسمشر غني په فاریاب کې د نیولو شویو کسانو په اړه د خپرو شویو انځورونو او دغه راز په پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې د پوځې عملیاتو له امله ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په خاطر اړوندو ارګانونو ته لارښوونه کړې چې په دې اړه دې د امکان ترحده ژر هراړخیز جدي څېړنې وکړي، خپل راپور او وړاندېزونه دې له اعلی سرقومندانۍ سره شریک کړي.»

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه « باید د ټولو طرزالعملونونو او قانوني اجرااتو په تطبیق سره د دې ډول پېښو د بیا تکرارېدو د مخنیوي په برخه کې جدي تابیاوې ونیسي او مکلف دي چې د اسلام د مبین دین او د هېواد د نافذه قوانینو د احکامو، د بشري حقونو د ارزښتونو او انساني موازینو په رڼا کې چلند وکړي.»

په همدې حال کې ملي دفاع وزارت وايي چې کمانډويي ځواکونه د قیصاري له ساتونکو سره په بد چلنی کې دخیل نه وو.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وویل:«په هماغو ویډیوګانو او انځورنو کې تاسې وګورئ چې زموږ ګومانډو هېڅ ګډون نه درلود! خو یو مطلب تاسو ته وایم چې په دې اړه یو پلاوی ګمارل شوی ترڅو د دغې ویډیو په اړه وپلټي.»

په دغو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې ځينې تصویرونه لاس په لاس کېږي او په کې لیدل کېږي یو شمېر پوځيان چې ادعا کېږي دولتي کسان دي او نور کسان چې ویل کېږی د قیصاري ساتونکي دي پر ځمکه پراته دي او د دغو کسانو بدنونه په وینو لت پت دي.

په دغو انځورونو کې د پوځي جامو لرونکي کسان په بې پروايۍ او زوریاتۍ سره پر ځمکه د پرتو کسانو په اړه خبرې کوي.

په همدې حال کې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په یوې خبرپاڼه کې د دغې پېښې پر څېړل ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي:« دغه تصویرونه چې په رسنیو کې د تازه خبر په توګه خپرېږي، دوی نه د داعش، نه د طالب او نه هم د یوې بلې ترهګرې ډلې غړي دي چې داسې له بې رحمۍ سره په ډزو ویشتل کېږي او په لغتو وهل کېږي. دوی پروني او یا ننني سرتېري دي چې له زړورتیا سره له دغه هېواده دفاع کړې او هغه چلند چې نن له دوی سره کېږي، د نورو سرتېرو روحیه کمزورې کوي.»

د شنبې په ورځ د کندهار د ولایتي شورا غړو هم، په دغه ولایت کې د یوې غونډه په ترڅ کې په دې موضوع سره بحث وکړ.

د کندهار د ولایتي شورا غړی نعمت الله شیردلي وویل:«ټاکنې وشوې وروسته بیا پنځوس پنځوس پرېکړه وشوه. دواړه د حکومت پنځوس سلنه مالکان دي؛ خو هېڅوک د مسایلو په اړه له حکومت سره بحث نه کوي.»

د ولسي جرګې یوشمېر غړي د شنبې په ورځ د دې پېښې د څرنګوالي او د احتمالي پایلو په اړه خبرې وکړې.

د ولسي جرګې غړی غلام حسین ناصري څرګنده کړه:«د دغه جرم اصل، دا جنایت، په دې ډول چې شوی، یوازې په نړیواله کچه، یو په المان کې د نیونازیانو په وخت کې شوی او نور موردونه یې د اسراییلو په رژیم کې د فلسطیني مسلمانانو په وړاندې او په ځينو برخو کې په ناقانونه او د انسانيت پر ضد حکومتونو کې شتون لري.»

د ولسي جرګې بل غړی محمد یوسف صابر هم وايي:«د ملي پوځ او د کومانډيي ځواکونو دنده دا ده، د هغو کسانو په وړاندې چې د نظام پر ضد او د خلکو د ناامنیو په وړاندې درېږي له هغوی سره داسې چلند وکړي.»

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ امنیه قوماندان نظام الدین قیصاري د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم له نېږدې کسانو دی چې لس ورځې ومخکې د پوځيانو لخوا ونیول شو.

هغه مهال د ښاغلي قیصاري د شلو ساتونکو له نیول کېدو خبر ورکړل شوی وو چې له دې ډلې يو شمېر يې تېره اوونۍ کابل کې خوشي شول.

د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وايي چې کمانډويي ځواکونه د قیصاري له ساتونکو سره په بد چلنی کې دخیل نه وو.

شریک یي کړئ