Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني به راتلوونکې میاشت پاکستان ته ولاړ شي

ولسمشر غني د کوچني اختر په مناسبت په خپله وینا کې وویل چې د روان لمریز کال د چنګاښ په لومړنیو کې پاکستان ته ولاړ شي.

ښاغلي غني وویل:«اسلام اباد ته د سفر په اړه مې د عمران خان بلنه ومنله او د چنګاښ په شپږمه هغه هېواد ته به سفر وکړم.»

هغه د مکې په ښار کې د اسلامي همکاریو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره لیدنې په اشارې سره وویل چې ښه ناسته یې لرله.

هغه زیاته کړه:«له عمران خان سره مې ښه ناسته لرله، تشریفاتي مجلسونو ته اړتیا نشته، باید عملي غونډې وي. تشریفاتو ته اړتیا نشته، باید مجالس عملي وي.»

ښاغلي غني همدارنګه څرګنده کړه چې تدبیر، زغم او منظم تفکر ته اړتیا ده څو د دواړو هېوادونو په مناسباتو کې نوې تاریخي پاڼه پرانیستل شي او په دقت سره باید په مخ ولاړ شو څو د کار یوې عملي نقشې ته ورسېږو. 

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ ولسمشر غني د اسلامي همکاریو سازمان سرمشریزې کې د حضور لپاره سعودي عربستان ته تللی و د دغې غونډې په څنډه کې یې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم ولیدل.

د پاکستان د لومړي وزیر د رسنیو دفتر وايي چې عمران خان له افغان ولسمشر اشرف غني سره په لیدنه کې، ویلي چې اسلام اباد د کابل د سولې له هڅو ملاتړ کوي.

د پاکستان لومړي وزیر، هیله څرګنده کړه چې پاکستان ته د غني د احتمالي سفر په لړ کې دواړه لوري د افغانستان او پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه اقتصادي، امنیتي او سولې همکاریو په اړه خبرې اترې وکړي.

شریک یي کړئ