Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني د طالبانو په وړاندې اوربند اعلان کړ

ولسمشر غني، د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۷ مه) په یوه ویډیويي پیغام کې وايي چې د هېواد د دین علماوو وړاندیز ته د مثبت ځواب لپاره، د روژې له ۲۷ مې د اختر تر پنځه اوربند اعلان کړ.

ولسمشر وايي چې د اوربند د اعلان سربېره به، د داعش او القاعده ډلو پر ضد عملیات به دوام پیدا کړي، او په راتلونکو اوونیو کې، د اوربند په اړه به ډېر جزییات اعلان شي.

هغه په دې اړه وویل:«د اوربند دا پرېکړه،د مبارازتو د محصول، د امنیتي او دفاعي زړورو ځواکونو سرښندنې او بر حقو قربانیو، اجماع، د سیمې او د هېواد د علماوو د بې مخینې فتوا لپاره ده.»

تېره اوونۍ، څه باندې دوه زره د دین عالمانو په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې په هېواد کې روانه جګړه حرامه اعلان کړه او له ښکېلو خواو یې وغوښتل چې اوربند وکړي.

ښاغلي غني په دې اړه وویل:«نیول شوې پرېکړه له ځواکمن دریځ څخه دی چې د سولې باور او ژمنې کې ریښه لري او د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره د خلکو په ځانګړې توګه د هېواد د علماوو غوښتنې ته د مثبت ځواب ویلو لپاره نیول شوې ده.»

د دین د علماوو د فتوا په یوې برخه کې راغلي چې د افغانستان جګړه د اسلام د لارښونو پر بنسټ ناروا او ناجایزه ده او هېڅ شرعي دلیل نه لري.

د دین د دغو علماوو د فتوا په بله برخه کې یادونه شوې چې چاودنه او ځانمرګی په اسلام کې هېڅ شرعي بنسټ نه لري او داسې بریدونه په بشپړه توګه حرام دي.

په دغې غونډه کې، د افغانستان د جګړې څرنګوالی او په هېواد کې ترهګریز بریدونه، د اسلام او شعریت له لیدلوري څېړل شوي وو؛ خو ځينې ګډونوال له غونډې بهر، د یوه ځانمرګي برید نښه وګرځېدل.

په دغه ځانمرګي برید کې، ۱۴ تنه ووژل شول او ۱۷ تنه نور هم ټپيان شول.

د وژل شویو په منځ کې ۷ تنه یې د دین عالمان او ۴ تنه یې هم امنیتي ځواکونه وو.

شریک یي کړئ