Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشر غني: د هېواد یو په درېیمه نفوذ د شپې وږي ویده کېږي

افغان ولسمشر اشرف غني وايي چې دم‎ګړۍ د افغانستان اقتصادي وده درې سلنه ده او د دغه وضعیت دوام په هېواد کې د بې وزلۍ د زیاتوالي په مانا دی.

د ښاغلي غني په وینا، افغانستان اړتیا لري ترڅو لږ تر لږه نهه سلنه اقتصادي ودې ته ورسېږي ترڅو په هېواد کې د بې وزلۍ له کچې کمه شي.

ولسمشر غني چې نن له غرمې وروسته (پنجشنبې د زمري په ۱۸ مه) د «عامه تدارکاتو ملي غونډې» په پای کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه وینا کوله وویل چې د هېواد یو پر درېیمه نفوذ د شپې په وږي نس ویده کېږي.

د عامه تدارکاتو ملي غونډه د تدارکاتو په برخه کې د حکومت د کړنو د څېړنې، د اصلاحاتو د راوستو لپاره د راتلونکو پروګرامونو، له فساد سره د مبارزې او په تدارکاتي بهیرونو کې د ډېرې رونټیا د راوستو په پار ترسره کېږي.

ولسمشر وايي چې دم‎ګړۍ د تدارکاتو په برخه کې کړنلاره رامنځته شوي او همدارنګه د تدارکاتو ملي ادارې تجربه هم بریالۍ وه. د هغه په وینا په دغې اداره کې ټولې پرېکړې رڼې دي او تړونونو په تفصیل سره مطالعه او څېړل کېږي.

هغه څرګنده کړه:«څلور کاله پخوا د تدارکاتو ملي اداره رامنځته شوه.د دغې ادارې په اړه په بشپړه توګه بې باوري او د پراخ فساد تجربه په کې موجوده وه. خو د ملي تدارکاتو ادارې ثابته کړه چې رڼه او بریالۍ اداره ده.»

هغه په دغې غونډه کې زیاته کړه چې د ملي تدارکاتو په تړونونو کې کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړل شوی او د تېر په خلاف، توکي په نېغه له تولید کوونکو څخه پېرل کېږي – هغه بهیر چې د ښاغلي غني په وینا د هغه له امله، تراوسه په هېواد کې ۱۹ شرکتونه په خپلو پښو ولاړ دي.

په همدې حال کې اجرايي رییس هم په دغې غونډه کې وویل هغه اصلاحات چې په کابو د څلورو کلونو په اوږدو کې د پروژو په تدارکاتي پروژو کې رامنځته شويو له یوې خوا د روڼتیا لامل شوی او په پروژو کې د سرچینو د له‎منځه تلو مخنیوی شوی او له بلخوا د خصوصي برخې او کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړې ده.

عبدالله عبدالله زیاته کړه چې د پروژو د تدارکاتي بهیرونو د طی مراحل د چټکتیا لپاره اړتیا ده د ملي تدارکاتو ادارې او د وزارتونو د تدارکاتي څانګو ترمنځ همکارۍ زیاتې شي.    

شریک یي کړئ