Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني: له سراسري هوکړې پرته به سوله عملي نه وي

ولسمشر غني د مسکو له ناستې سره هم مهاله له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې د افغانستان د سولې بهیر او دا چې په دې بهیر کې د افغان حکومت رول څه دی، څرګندونې وکړې او د مسکو ناسته بې مانا بولي.

ولسمشر غني له القاعده ډلې سره د طالبانو د اړیکو پرې کېدو په اړه ژمنه د سولې په بهیرکې یو پرمختګ بولی.

ولسمشر غني ډاډ ورکوي چې ولسمشرۍ ټاکنې به په خپل ټاکل شوي وقت ترسره شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه وویل:«له چا سره د څه په اړه هوکړه کوي؟ اجرايي ځواک یې چېرته دی؟ په سلګونه داسې غونډې وشي، تر هغې چې افغان دولت، د افغانستان ملي شورا، د افغانستان قانوني بنسټونه پر هغې صحه کې نه ږدي، کاغذ دی.»

ولسمشر غني وایي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د طالبانو له استازو سره د خبرو په اړه له افغان حکومت سره مشوره کوي او حکومت د دغو ناستو په اړه مالومات لري.

افغان ولسمشر زیاتوي:«ټول مذاکرات له موږ سره شریکېږي، ټوله مذاکره له موږ سره عیارېږي او مذاکره ګام په ګام زموږ له طرحې او مشورې سره انشاالله مخته ځي.»

خو ولسمشر په دې باور دی چې له سراسري هوکړې پرته د سولې موافقه نه‎شي عملي کېدای.

هغه څرګنده کړه:«د سولې تړون له سراسري هوکړې او قانوني پړاونو پرته عملي کېدای نه شي، ایا اساسي قانون ما ته دا واک راکړی چې د افغانستان جمهوري دولت منحل کړم؟»

په دغو خبرو کې له ولسمشر غني څخه د موقت حکومت د جوړېدو د احتمال په اړه هم پوښتنه وشوه.

ولمشر محمد اشرف غني وویل:«په سلګونه ګنګوسې یې په لاره اچولي چې لنډمهاله حکومت راځي، له خلیلزاد څخه وپوښتئ سل ځله قسم کوي چې د لنډ مهاله حکومت په اړه چا څه نه دي ویلي، که‎چېرې چا ویلي نو را دې شي چې له ښاغلي خلیلزاد سره یې مخامخ کړم.»

ولسمشر غني وايي ولسمشرۍ ټاکنې به په خپل وخت ترسره شي او د دغو انتخاباتو لپاره تیاری هم نیول شوی دی.

افغان ولسمشر څرګندوي:«ټاکنې په مخ کې دي، سل په سلو کې ترسره کېږي، ملا وتړئ چې د ټاکنو په لور ولاړ شو.»

د هېواد ولسمشر زیاتوي په افغانستان کې د سولې شرایط د بل هر وخت په پرتله برابر شوي او هغه د طالبانو د استازو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ترمنځ د خبرو د دوام په هکله اندېښنه نه‎لري خو ټینګار کوي باید په دې برخه کې همغږۍ زیاتې شي.

ولسمشر غني وايي له القاعدې ډلې سره د اړیکو د پرې کولو لپاره د طالبانو ژمنه د سولې په بهیر کې یو پرمختګ دی خو د طالبانو دا ژمنې باید اجرايي ضمانت ولري.

شریک یي کړئ