ولسمشر اشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د سفرونو په لړ کې نن سهار(یکشنبې د لړم په ۶مه نېټه) هلمند ولایت ته ولاړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر غني به د هلمند له سیمه ییزو چارواکو او د دې ولایت له قومي مشرانو سره هم لیدنې ولري.
خبرپاڼه زیاتوي ښاغلي به د خپل دې سفر په ترڅ کې د عبدالجبار قهرمان او صالح محمد اڅکزي کورنیو سره هم غمشریکي وکړي.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني به په هلمند ولایت کې یو شمېر پراختیايي پروژې هم پرانیزي.
په همدې حال کې هلمند ته د ولسمشر غني سفر سره هم مهاله پر لښکرګاه ښار یو توغندی توغوَل شوی دی.
د هلمند ولایت سیمهییز چارواکي وايي په دې پېښه کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.