Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني: پارلمان دې په ټاکنو کې لاسوهنه ونه کړي

د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په درشل کې، ولسمشر اشرف غني پر خپل وخت او رڼو ټاکنو په ترسراوي ټینګار کوي.

ښاغلی غني وايي، چې دولت په دغو ټاکنو کې لاسوهنه نه کوي او پارلمان دې هم باید لاسوهنه ونه کړي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې  نن شنبې له غرمې مخکې د «افغانستان د خلکو د جهاد بریا د ۲۶ مې کلیزې» په مراسمو کې وکړې.

ښاغلي غني بربنډه نه کړه چې د افغانستان په پارلمان کې د هغه موخه څوک دي چې په ټاکنو کې د لاسوهنې په هڅه کې دي.

د ۱۳۷۱ لمریز کال د غوايي په اتمه، له هغې وروسته کله چې د ډاکټر نجیب الله کمونستي رژیم بریا ته ورسېد مجاهدین کابل ته ننوتل.

خو دغه رژيم ډېر عمر ونه کړ او په ۱۳۷۵ لمریز کال کې طالبانو ظهور وکړ او واک یې ترلاسه کړ.

ټاکل شوې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان کال د تلې په ۲۸ مه له درې کلن ځنډ وروسته ترسره شي.

خو ولسمشر غني وايي چې د هغه په تعقیب سره، ولسمشریزې ټاکنې به هم په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې ترسره شي.

 ښاغلي غني وویل:«ولسمشریزې ټاکنې د اساسي قانون پر فرمایش ترسره کېږي.»

هغه وايي چې تصمیم نیوونکې سرچینې یې اساسي قانون او د ملت راده ده او له هغې څخه پرته به یوه شېبه هم مسوولیت وانه خلم.

هغه زیاتوي:«اساسي قانون د ملي اجماع زېږون ځای دی. د اساسي قانون له تصویب سره هغه څه مو چې په ۲۵۰ کلونو کې لاسته نه وو راوړي، تر لاسه مو کړل او هغه د ځای ناستي کېدو اصول او قواعد دي.»

د طالبانو پسرلنیو عملیاتو د پیل په غبرګون کې.

ولسمشر غني د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د پیل په غبرګون کې چې دغې ډلې د چهارشنبې په ورځ د خندق تر نامه لاندې پیل کړل، وايي چې دغه ډله د مجاهدینو، علماوو او د افغانستان د مشرانو په وړاندې په دې کار لاس پورې کړی دی.

طالبانو دوه ورځې وړاندې، د افغان حکومت له خوا د سولې وړاندیز ته له دوه میاشتو ځنډ وروسته هغه ته د خپلو پسرلنیو عملیاتو له پیل سره د رد ځواب ورکړ.

خو ولسمشر وايي چې د طالبانو پرېکړه د ځینو لخوا پر هغوی تحمیل شوې ده، که نه ټول طالبان جګړه نه غواړي او پخلاینې ته لېوالتیا لري.

افغان ولسمشر په دې اړه زیاته کړه:«هر طالب جګړه نه غواړي دا جګړه د ځينو محدودو کسانو له خوا پر هغوی تپل شوې. که‎چېرې افغان او مسلمانان دي، سوله دې قبوله کړي.»

خو ملي دفاع وزارت وايي چې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو پیل، د دغې دلې رواني جګړه ده او امنیتي ځواکونو د دغې ډلې د ځپلو لپاره بشپړ چمتووالی نیولی دی.

شریک یي کړئ