د افغانستان ولسمشر، اشرف غني کابل کې د سترې محکمې ودانۍ ته څېرمه ځانمرګی برید وغانده او هغه یې جنایت وباله.
ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر غني دا برید د شریت ضد جنایت بولي او په کلکو ټکو یې غندي.
د خبرپاڼې پر اساس ولسمشر ویلي دي چې د دې ډول ترهګریزو بریدونو سره د افغانستان دښمنانو یو ځل بیا له افغانانو سره خپله دښمني ښکاره کړه.
همداراز ولسمشر د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او وژل شویو کسانو ته یې د جنت غوښتنه کړې.