Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشر ماڼۍ:د یک ټلوېزیون مسوول مدیر په وړاندې به بدچلند وڅېړل شي

د یک خصوصي ټلوېزیون مسوول مدیر عبدالله خنجاني وايي چې د ولسمشر غني د ساتونکو له خوا وهل ټکول شوی دی.

د یک ټلویزیون مسوول مدیر وایي کله چې یې غوښتل د ولسمشر له سلاکار او ویاند سره په یوې غونډې کې د ګډون لپاره له یو شمیر خبریالانو سره د رسنیو مرکز ته ولاړ شي ؛ د زنبق په څلور لاره کې د ولسمشر ساتونکي دغه مرکز ته د دوی د تګ مخه ونیوله او وروسته په دې تور چې له هغوی نه یې تصویر اخیستی دی؛ ددغو ساتونکو له تاوتریخوالي سره مخامخ شول.

د یک ټلویزیون مسوول مدیر عبدالله خنجاني وویل:«د څلور تنو په وړاندې چې د ولسمشر ساتوونکي وو ادعا لرم؛ لومړی ادعا د وهل ټکولو چې زه یې په څپېړه ووهلم، زموږ ملګري پر حکومت ادعا لري چې وېډیو لري چې داسې څه نه دي شوي. زه فکر کوم چې دا فرصت یوې خپلواکې عدلي او قضايي بنسټه ورکړل شي چې خبریالان هم وي دا وڅېړل شي.»

له خبریالانو سره تاوتریخوالی هغه هم د حکومت له لوري د خبریالانو له نیوکو سره مخ شوی دی.

حبریال شفیق محمدي په دې اړه وویل:«د ملي یووالي حکومت مشران په راس کې ولسمشر اشرف غني پر بیان ازادۍ، رسنیو او د خبریالانو د حق او حقوقو باور نه لري.»

بل خوا د ولسمشر ویاند چې د ولسمشر د ساتنې د برخې یا پي پي اس له رییس ریاض آرین سره یک ټلویزیون ته ورغلی دی وایي چې د ولسمشر له هغو ساتونکو سره به قانوني چلند وشي چې له خبریالانو سره یې ناوړه چلند کړی دی. 

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري څرګنده کړه:«د هغه کړنې لپاره چې هلته پېښه شوه، له جنجاني صاحب څخه بښنه وغواړو او ترې بښنه مو وغوښته. او ژمنه مو وکړه هر ډول څېړنه چې په خپله خنجاني صاحب وغواړي په هرې کچه چې وي څېړو یې.»

د بې پولې خبریالانو د رپوټ له مخې تیر کال یو ځل بیا افغانستان د خبریالانو لپاره یو له مرګونو هېوادونو وپيژندل شو چې ددغه سازمان د شمیرو له مخې په دغه کال کې په افغانستان کې شپاړس خبریالان او د رسنیوکارکوونکي وژل شوي دي.

د یک ټلوېزیون مسوول مدیر عبدالله خنجاني وايي چې د ولسمشر ساتوونکو ووهلم او وروسته ټلېفون مې په زورواخیست او منځپانګه یې وڅېړله.

شریک یي کړئ