ولسمشر غني وايي چې په کورنیو چارو وزارت کې اصلاحات رانشي، بودجه به یې ورنکړي.
ولسمشر غني نن( دوشنبې د زمري۲۳مه) چې د کورنیو چارو وزارت ته د ویس احمدبرمک نوماندی په مراسمو کې خبرې کولې وویل، هغه کسان چې د فشار له مخې جنرالۍ ته رسېدلي دي، نور دا کال د منلو وړ نه دی.
ښاغلي غني وړاندې وویل:«که اصلاحات رامنځته نشي، زه بودجه نه ورکوم! زما پیغام هغو ټولو کسانو ته دی چې په کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو مخه نیسي، باید په روښانه یې واوري.»
ویس احمد برمک چې مخکې یې له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت وزیر وه، د ولسمشر لخوا د کورنیو چارو وزارت ته نوماند شو.
د ولسمشر په وینا دغه ګمارنه د څلور کلن امنیتي پروګرام یوه برخه ده او ټول باید ددې پروګرام په عملي کولو کې ونډه واخلي.
خو داسې ښکاري چې په کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو راوستل آسانه کار نه دی، په داسې حال کې چې ولسمشر هم له سیاسي لاسوهنو اندېښنه لري.
ده وړاندې وویل:«دا د منلو وړ نه ده چې تر سیاسي فشار لاندې یو کس په پنځو کلونو کې له ساتنمنی څخه جنرالۍ ته ورسيږي.»
په دې لړ کې د کورنیو چارو نوماند وزیر، ویس احمد برمک له ولسمشره غواړي د کورنیو چارو په وزارت کې د هر ډول لاسوهنې مخه ونیسي ترڅو په دغه وزارت کې لومړی له اداري فساد سره مبارزه پیل کړي چې د کورنیو چارو پخواني وزیر، تاج محمد جاهد هم پرې ټینګار کوي.
ښاغلی برمک زیاتوي:«آيا په رېښتیا هم هغه ډوډۍ چې په مینو کې ده ورکول کېږي د افغانستان پولیسو ته؟ آیا په هماغه اندازه وسلې چې ویل کېږي پولیسو سره شته.»
تاجمحمد جاهد څرګندوي:«یو مسلکي او ځواب ویونکی پولیس د افغانستان خلکو پر وړاندې وي چې له ترهګرۍ سره مبارزه کې وړتیا ولري او د قانون په ساتنه کې بریالي وي.»
په تېرو ۱۶ کلونو کې دا لومړی ځل دی یو کس چې هیڅ پوځي مخینه نلري د کورنیو چارو د نوماند وزیر په توګه ګمارل کیږي.
د حکومت په څلورکلن امنیتي پروګرام کې هم له جګړې د امنیت ټینګښت ته د پولیسو د ماموریت پر بدلون ټینګار شوی دی.
ددغه پروګرام په بشپړ عملي کېدو سره به سرحدي او د عامه نظم پولیس له ملي اردو سره یو ځاي شي او ملي اردو ځواکونه باید په یوازې د هیواد د جګړې مسوولیت پرغاړه واخلي.