Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسي جرګې یو نوماند رییس او ۸ نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړه

بالاخره له ورځو تمو وروسته ۲۴۳ استازو د جرګې د چهارشنبې ورځې په غونډه کې د ۱۸ نوماند وزیرانو او ملي امنیت عمومي ریاست نوماند رییس د برخلیک په اړه پرېکړه وکړه او د رأی ګیرۍ د ترسره کولو څخه وروسته یې یو نوماند رییس او ۸ نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړه.

په دې غونډه کې ۵۰ د یو په زیاتېدو سره د بریا اصل اعلان شو.

۱ – د ملي امنیت عمومي ریاست نوماند رییس رحمت‎الله نبیل د ۱۵۴ تایید، ۵۸ رد، ۲۲ سپینو او ۹ باطلو رأیو په اخیستو سره د ملي امنیت عمومي رییس شو.

۲ – د کورنیو چارو وزارت نوماند وزیر نورالحق علومي د ۱۳۱ تایید، ۹۱ رد، ۱۵ سپینو او ۶ باطلو رأیو په اخیستو سره د کورنیو چارو وزیر شو.

۳ – د بهرنیو چارو وزارت نوماند وزیر صلاح‎الدین رباني د ۱۵۱ تایید، ۷۰ رد، ۱۲ سپینو او ۹ باطلو رأیو په اخیستو سره د بهرنیو چارو وزیر شو.

۴ – د مالیې وزارت نوماند وزیر اکلیل حکیمي د ۱۲۸ تایید، ۸۶ رد، ۲۱ سپینو او ۸ باطلو رأیو په اخیستو سره د مالیې د وزیر په توګه وټاکل شو.

۵ – د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر فیروزالدین فیروز د ۱۷۰ تایید، ۵۴ رد، ۱۲ سپینو او ۴ باطلو رأیو په اخیستو سره د عامې روغتیا د وزیر په توګه وټاکل شو.

۶ – د کډوالو او راستنېدونکو وزارت نوماند وزیر سید حسین عالمي بلخي د ۱۳۴ تایید، ۸۷ رد، ۱۷ سپینو او ۵ باطلو رأیو په اخیستو سره د کډوالو او راستنېدونکو وزارت وزیر شو.

۷ – د کانونو او پټرولیم وزارت نوماند وزیر داوودشاه صبا د ۱۴۶ تایید، ۷۴ رد، ۱۳ سپینو او ۱۰ باطلو رأیو په اخیستو سره د کانونو او پټرولیم وزیر شو.

۸ – د کلیو د جوړونې او پراختیا وزارت نوماند وزیر نصیراحمد دراني د ۱۴۵ تایید، ۷۱ رد، ۱۹ سپینو او ۵ باطلو رأیو په اخیستو سره د کلیو د جوړونې او پراختیا وزیر شو.

۹ – د حج ارشاد او اوقافو وزارت نوماند وزیر فیض محمد عثماني د ۱۶۰ تایید، ۶۱ رد، ۱۷ سپینو او ۵ باطلو رأیو په اخیستو سره د حج ارشاد او اوقافو وزیر شو.

۱۰ – د ملي دفاع وزارت نوماند وزیر شیرمحمد کریمي د ۹۶ تایید، ۱۱۲ رد، ۲۶ سپینو او ۷ باطلو رأیو په ترلاسه کولو سره ونه شو کولای د ملي دفاع وزیر شي.

۱۱ – د اقتصاد وزارت نوماند وزیر سردار محمد اوغلي د ۱۰۴ تایید، ۱۰۳ رد، ۲۷ سپینو او ۹ باطلو رأیو په ترلاسه کولو سره ونه شو کولای د اقتصاد وزیر شي.

۱۲ – د لوړو زده کړو نوماند وزیره خاطره افغان د ۷۱ تایید، ۱۴۶ رد، ۲۱ سپینو او ۳ باطلو رأیو په ترلاسه کولو سره ونه شو کولای د لوړو زده کړو وزیره شي.

۱۳ – د پوهنې وزارت نوماند وزیر محمد ګل زلمی یونسي د ۹۰ تایید، ۱۲۳ رد، ۲۱ سپینو او ۹ باطلو رأیو په ترلاسه کولو سره ونه شو کولای د پوهنې وزیر شي.

۱۴ – د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت نوماند وزیر برنا کریمي د ۱۱۵ تایید، ۹۷ رد، ۲۶ سپینو او ۵ باطلو رأیو په ترلاسه کولو سره ونه شو کولای د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شي.

۱۵ – د ټولګټو وزارت نوماند وزیر غلام عباس بصیر د ۸۵ تایید، ۱۳۱ رد، ۱۹ سپینو او ۸ باطلو رأیو په ترلاسه کولو سره بریالی نه شو.

۱۶ – د اوبو او انرژۍ وزارت نوماند وزیر عبدالرحمن صلاحي د ۱۰۶ تایید، ۱۰۹ رد، ۲۴ سپینو او ۴ باطلو رأیو په ترلاسه کولو سره ونه شو کولای بریالی شي.

۱۷ – د سوداګرۍ او صنایعو وزارت نوماند وزیر سردار محمد رحیمي د ۱۱۱ تایید، ۱۰۲ رد، ۲۰ سپینو او ۹ باطلو رأیو په ترلاسه کولو سره ونه شو کولای د اړتیا وړ رأیې ترلاسه کړي او د سوداګرۍ او صنایعو وزیر شي.

۱۸ – د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت نوماند وزیر فیض‎الله ذکي د ۸۱ تایید، ۱۳۳ رد، ۲۵ سپینو او ۴ باطلو رأیو په ترلاسه کولو سره ونه شو کولای بریالی شي.

۱۹ – د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت نوماند وزیر قمرالدین شینواری د ۱۰۲ تایید، ۱۱۲ رد، ۲۲ سپینو او ۷ باطلو رأیو په ترلاسه کولو سره ونه شو کولای دغه مقام ترلاسه کړي.

که څه هم د ښځو چارو وزارت نوماند وزیرې نجیبې ایوبي د خپرونې وړاندې کونه هم د جرګې په اجندا کې زیاته شوې وه خو ولسي جرګې د اکثریتو رایو سره پرېکړه وکړه چې په تحصیلي سندونو کې د نیمګړتیاوو له امله یې نوم د دې بهیر څخه ووېستل شو.

د ملي یووالي حکومت د رامنځته کېدو څخه د نږدې څلورو میاشتو په تېرېدو سره د کابینې د یو شمېر غړو برخلیک روښانه شو؛ خو د یو شمېر نوماند وزیرانو او نوماند رییس نومونه د دوه‎ګوني تابعیت د درلودو او یا په تحصیلي سندونو کې د نیمګرتیاوو له امله د رأی ورکونې له بهیر څخه ووېستل شول.

بالاخره له ورځو تمو وروسته ۲۴۳ استازو د جرګې د چهارشنبې ورځې په غونډه کې د ۱۸ نوماند وزیرانو او مل

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه