Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ویس برمک: هره ورځ ماین په هېواد کې د ۸۱ کسانو ژوند اخلي

د طبیعي پېښو سره د مبارزې وزیر، ویس برمک نن دوشنبه(د لیندۍ۲۲مه) د «هلوترست» په دفتر کې وویل چې هره ورځ ۱۴۰ څلوېښت کسان د پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي چې د دې مړینو د ۵۰ سلنې لامل د ماینونو چاودنه ده.

د حکومت دا چارواکی څرګندوي چې ماینونه له پخوا هم خښ پاتې دي او لا هم د دولت وسله‎وال مخالفین ماینونه خښوي، او د ماین‎پاکوونې په برخه کې د نړیوالو پر مرستو تینګار کوي.

تر اوسه په هېواد کې ۷۰ سلنه ځمکه د ماینونو له شتون څخه پاکه شوې ده، خو لا هم په ۲۵۰ ولسوالیو کې ماینونه پاتې دي.

د طبیعې پېښو سره د مبارزې په چارو کې وزیر، ویس برمک زیاتوي:«د جون میاشتې راهیسې شمېرې ښیې چې هره ورځ ۱۴۲ تر ۱۴۵ تنه چې له ډلې یې ۵۸ تر ۵۸ تنه د ماین او چاودېدونکو توکو له امله ژوند له لاسه ورکوي.»

همداراز په کابل کې د برېټانیا سفیر د ماین‎پاکوونې بهیر په برخه کې د ۷ میلیون پونډو مرستې تړون لاسلیک کړ چې د دې مرستو سره به کابو ۹،۶ میلیون متر مربع ځمکه په لوګر، خوست، سمنګان، بلخ او بغلان کې له ماینونو پاکه شي.

په کابل کې د برېټانیا سفیر، دومینیک جرمي وايي:"زه فکر کوم چې د ماین پاکوونه د دې هېواد با ثباته او رښانه راتلونکې لپاره اړینه ده. ځمکې باید له دې چاودېدونکو توکه پاکه شي او د کرنې او پرمختګ لپاره چمتو شي، ځکه نن برېټانیا له دې مهم کار څخه ملاتړ کوي."

یو تن ماین‎پاکوونکی، محمد عثمان وايي:«۲۱ کاله کېږي چې په هلوټرست ماین‎پاکوونې بنسټ کې کار کوم، خو نا امنۍ تر ټولو لویه ستونزه ده.»

د طبیعې پېښو سره د مبارزې په چارو کې وزیر، ویس برمک وايي چې وسله‎والو مخالفینو په تېرو میاشتو کې کابو ۱۴ ولسوالیو کې ماینونه خښ کړي چې دا د هېوادوالو پر وړاندې نوی ګواښ بلل کېږي.

په همدې حال کې د ماین‎پاکوونې بهیر ته نړیوالو مرسته کوونکو یوازې ۴۰ سلنه مرسته کړې ده او دا بهیر د مرستو له کموالي سره مخامخ دی.

شریک یي کړئ