Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وېلز: امریکا له سولې وروسته د اقتصادي پروګرامو پر څېړنه بوخته ده

د مرکزي او سوېلي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس وېلز وايي چې امریکا له طالبانو سره تر سولې وروسته د اقتصادي پروګرام پر څېړنه بوخته ده. 

اغلې وېلز د دې هېواد د کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي، د افغانستان د سولې په اړه له روانو خبرو اترو خوښه ده. او زیاتوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد  له طالبانو سره په خبرو اترو کې د پام وړ پرمختګ لرلی دی.

هغه څرګنده کړه:«موږ له نورو مرسته کوونکو سره کار کوو، څو د سولې له هوکړې وروسته، افغانستان ته پراختیا ورکړو. موږ به د ډیموکراټیکو بنسټونو د پیاوړتیا، د ښځو حقونو او همدا ډول د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه چې سټمپر کې کېږي، خپل نظر بدل نه کړو.»

دا لوړ پوړې امریکايي چارواکې که څه د سولې خبرو ته د طالبانو د هڅولو له کبله له پاکستانه مننه کوي، خو زیاتوي، له ترهګرو باید د اسلام اباد ملاتړ پای ته ورسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس وېلز وايي:«موږ دا درک کوو چې پاکستان د سولې خبرو ته د طالبانو د هڅوونې برخه کې ګاموته پورته کړي، هغه ګامونه چې د پرمختګ برخه کې یې مرسته کړې، مګر وروستۍ پایلې ته د رسېدو لپاره چې افغانستان پر یو سوله‌ییز هېواد بدل شي، باید زیات کار وشي.»

په ورته وخت کې د امریکا قانون جوړونکي د سولې خبرو کې د ښځو پر زیاتې ونډې ټینګار کوي.

د امریکا پرمختیايي بنسټ کې د افغانستان او پاکستان برخې برخې رییس کرین فریمن هم څرګنده کړه:«افغان ښځو د امریکا په مرسته زیات څیزونه ترلاسه کړي او د دغو لاسته راوړونو ساتنه د امریکا د پرمختیايي بنسټ د هڅو د تهداب ډبره ده.»

الېس وېلز ټینګار کوي چې امریکا هڅه کوي څو افغانستان امن شي.

د اغلې وېلز دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې زلمی خلیلزاد له افغان وګړو او چارواکو سره د سولې د څرنګوالي په اړه پر سلامشورو بوخت دی. 

د مرکزي او سوېلي اسیا په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې الېس وېلز د دې هېواد د کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي، د افغانستان د سولې په اړه له روانو خبرو اترو خوښه ده.

تصویر بندانگشتی

د مرکزي او سوېلي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس وېلز وايي چې امریکا له طالبانو سره تر سولې وروسته د اقتصادي پروګرام پر څېړنه بوخته ده. 

اغلې وېلز د دې هېواد د کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي، د افغانستان د سولې په اړه له روانو خبرو اترو خوښه ده. او زیاتوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد  له طالبانو سره په خبرو اترو کې د پام وړ پرمختګ لرلی دی.

هغه څرګنده کړه:«موږ له نورو مرسته کوونکو سره کار کوو، څو د سولې له هوکړې وروسته، افغانستان ته پراختیا ورکړو. موږ به د ډیموکراټیکو بنسټونو د پیاوړتیا، د ښځو حقونو او همدا ډول د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه چې سټمپر کې کېږي، خپل نظر بدل نه کړو.»

دا لوړ پوړې امریکايي چارواکې که څه د سولې خبرو ته د طالبانو د هڅولو له کبله له پاکستانه مننه کوي، خو زیاتوي، له ترهګرو باید د اسلام اباد ملاتړ پای ته ورسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس وېلز وايي:«موږ دا درک کوو چې پاکستان د سولې خبرو ته د طالبانو د هڅوونې برخه کې ګاموته پورته کړي، هغه ګامونه چې د پرمختګ برخه کې یې مرسته کړې، مګر وروستۍ پایلې ته د رسېدو لپاره چې افغانستان پر یو سوله‌ییز هېواد بدل شي، باید زیات کار وشي.»

په ورته وخت کې د امریکا قانون جوړونکي د سولې خبرو کې د ښځو پر زیاتې ونډې ټینګار کوي.

د امریکا پرمختیايي بنسټ کې د افغانستان او پاکستان برخې برخې رییس کرین فریمن هم څرګنده کړه:«افغان ښځو د امریکا په مرسته زیات څیزونه ترلاسه کړي او د دغو لاسته راوړونو ساتنه د امریکا د پرمختیايي بنسټ د هڅو د تهداب ډبره ده.»

الېس وېلز ټینګار کوي چې امریکا هڅه کوي څو افغانستان امن شي.

د اغلې وېلز دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې زلمی خلیلزاد له افغان وګړو او چارواکو سره د سولې د څرنګوالي په اړه پر سلامشورو بوخت دی. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه