د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، محمدفیصل ویلي، ټاکل شوې ده نن(شنبه د سلواغې۱۴مه) له افغانستان سره دوه اړخیزه ګډه ناسته کابل کې ترسره شي.
په دې ناسته کې به د پاکستان په استازيتوب د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله، تهمینه جنجوا ګډون کوي.
ډیلي ټایمز اعلان کړی چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې، د مالوماتو شریکولو، پوځي تعامل، اقتصادي، سوداګريز، لیږد رالیږد، د کډوالو حالت او اړیکو په برخه کې د کاري ډلو د کار کولو وړاندیز کړی دی.
ښاغلي فیصل ویلي دي چې یوازې پوځي تګلاره د افغانستان لپاره د حل لار نه ده او د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر باندې یې ټینګار کړی دی.
ده ویلي دي چې پاکستان د افغانستان د سولې له بهیر څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي، خو دولت یې باید مخالفو افغان ډلو سره حل لارې ته ورسيږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند څرګنده کړې چې افغانستان کې روانو ستونزو په پاکستان کې افغان کډوالو ته هم ستونزې جوړې کړې او نه شي کولی د جګړې له کبله خپل هېواد ته ستانه شي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې له افغانستان څخه یو لوړپوړی پلاوی پاکستان ته په کابل کې د طالبانو بریدونو څرنګوالي په اړه چې په کې کابو ۱۵۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ، خبري اترې وکړي.
دې پلاوي داسې اسناد پاکستان ته وړاندې کړل چې د کابل په بریدونو کې یې په پاکستان کې پلانولو ښکاره کول.
په همدې حال کې ډيلي ټایمز د فیصل له قوله لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ټولو ترهګرو ډلو د کړنو پر وړاندې د مبارزې اعلان کړی دی.
فیصل دا هم رد کړي چې له حقاني ډلې ملاتړ کوي او زیاته کړې یې، پاکستان به اجازه ورنکړي چې خاوره یې د نورو هېوادونو پر وړاندې وکارول شي.
ده ویلي چې باید په افغانستان کې د «جماعتالاحرار» ډلې امنو پټنځایونو پر له منځه وړو تمرکز وشي.