Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټرمپ: په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو محدودیتونه لیرې کړل شوي

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي چې په افغانستان کې د امریکایې پر وړاندې محدویتونه لیرې کړل شوي.

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ، له خپلې د ملي امنیت ډلې سره په غونډه کې ویلي دي، چې د شمالي کوریا، داعش او افغانستان په څېر لویو مسایلو په اړه ننګونې باید لا وړاندې لیرې شوې وای.

ټرمپ ویلي، له همدې کبله یې، د افغانستان لپاره د امریکې تګلاره بدله کړه.

هغه زیاته کړه:« ما په افغانستان کې محدودیتونه لیرې کړل او د جګړې د قومندانانو واک مې زیات کړ. تاسې او ټول هغه کسان چې په دې خونه کې دي، په دې کار خوښ دي.»

د سوېلي اسیا لپاره د امریکا په نوې تګلاره کې، پاکستان د ترهګرو پټن‎ځای یاد شوی. د پاکستان پوځ هم منلې، چې ای اېس ای سختدریځو ډلو سره اړیکې لري، خو له ترهګرو ډلو څخه ملاتړ یې رد کړی.

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور په دې اړه وویل:« ویلای شو، چې د پاکستان په هېڅ ځای کې، د ترهګرو ډلو منظم پټنځای نشته.»

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، امریکا د افغانستان په جګړه کې ماته خوړلې.

پاکستانی وزیر وایي، اسلام اباد د تېر په څېر طالبانو باندې نفوذ نه لري، خو ده امریکې ته خبرداری ورکړی، چې طالبانو او داعش ډله به یوځای شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف څرګنده کړه:« تاسې په جګړه کې ماته خوړلې. یوازې هڅه کوي، ځانونه وژغورئ. که د پوځي حل لارې په لټه کې یاست، طالبانو او داعش به مجبور کړئ، چې یوځای شي او دا به د سیمې لپاره تر ټولو بده بلا وي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې امریکې ویلي، که پاکستان د ترهګرو د پټن‎ځایونو، له منځه وړو که امریکې سره مرسته و نه کړي، ولسمشر ټرمپ سره پاکستان باندې د بندیزوونول لګولو خبره هم شته.

شریک یي کړئ