Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ افغانستان ته د سرتېرو لېږد پرېکړه مټيز ته وسپارله

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالنډ ټرمپ افغانستان ته د نورو امریکايي سرتېرو لیږد پرېکړه د دې هېواد دفاع وزیر، جمیز مټيز ته وسپارله.

سپینې ماڼۍ کې یوه لوړپوړي چارواکي روېټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې مټيز صلاحیت پر غاړه اخیستی تر څو افغانستان کې د امریکايي سرتېرو زیاتوالي په اړه پرېکړه وکړي.

مټيز په دې باور دی چې امریکا اوس په افغانستان کې د جګړې په بریا کې نه دی.

ده چې د امریکا سنا وسله‎والو خدمتونو کمېټې ته خبرې کولې، وویل چې واشنګټن به دا حالت ښه کړي او زیاته یې کړه چې د طالبانو فعالیتونه د پراختیا په حال کې دي.

مټيز زیاته کړه:"اوس موږ د افغانستان په جګړه کې بریالي نه یوو او موږ به ډېر ژر دې حالت ته ورسېږو. هغه څه چې موږ یې غواړو دا دي چې افغانان په خپله وړتیا ښکاره کړي تر څو د دې هېواد په ساتنه کې پراخه ونډه ولري."

په همدې حال کې د امریکا سنا د وسله‎والو خدمتونو د کمېتې رئیس، جان مک‎کین څرګندوي چې دفاع وزارت افغانستان کې د حالت بدلون په موخه ډېر ژر خپله کړنلاره اعلان کړي او په دې پرخه کې دېرې سرچینې وکاروي.

نوموړی زیاتوي:"کله به موږ یعنې د امریکا کانګرس د افغانستان به اړه له توپېره ډکه کړنلاره چې موږ ۸ کاله مخکې درلوده، ترلاسه کړو تر څو ډاډه شو چې دا جګړه نه بایلو؟"

مټيز په دې اړه وویل:"د جولای میاشتې نیمايي پورې به وتوانیږو چې په دې اړه جزئیات وړاندې کړو. موږ اوس د دې جزئیاتو چمتولو کولو په درشل کې یوو او په دې برخه کې به کار وکړو تر څـو ډاډ تر لارسه کړو چې په دې برخه کې د ځنډ بیه نه ورکوو."

امریکا اوس‎مهال ۸۴۰۰ سرتېري په افغانستان کې لري چې د ناټو ۵ زرو سرتېرو څنګ د افغان ځواکونو روزنې او دوی ته د سلا مشورې پر ماموریت بوخت دي.

خو د ناټو لوی منشي، جان نیکلسن ویلي دي چې د افغانستان جګړې بندون له منځه وړو لپاره له ۳ تر ۵ زرو نورو پوځيانو ته اړتیا ده.

ټاکل شوې ده چې امریکا متحده ایالاتونه د افغانستان په اړه د خپلې پوځي کړنلارې جزئیات په جولای میاشت کې خپاره کړي

شریک یي کړئ