Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټرمپ: افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو شمېر اته زرو ته کم شي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د دغه هېواد د ځواکونو د احتمالي کموالي په اړه خبر ورکوي او وايي چې ټاکل شوې په افغانستان کې د امریکا ځواکونه اته زرو ته کم شي.

ښاغلي ټرمپ د ټایمز له مجلې سره په مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر له سپاړس زرو څخه نهو زرو ته راکم شوی دی او اوس ټاکل شوې دا شمېر اتو زرو ته راکم شي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل، د سولې په خبرو اترو کې د طالبانو یو له اصلي شرطونو څخه دي.

د امریکا ولسمشر له دې پرته چې د افغانستان د سولې خبرو اته اشاره وکړي او یا هم په څرګنده خبره وکړي، وايي چې په افغانستان کې ښه څیزونه د رامنځته کېدو په حال کې دي.

خو د سیاسي چارو ځينې کارپوهان او د افغان حکومت پخواني چارواکي، وايي چې د سولې په خبرو اترو کې باید د افغانستان ګټې په پام کې ونیول شي.

د ولسي جرګې مخکنی غړې فرخنده زهرا نادري وايي:«هیله لرو کله چې د سولې په اړه خبرې کوو، زموږ د نړیوالو ملګرو خوښۍ دننه په افغانستان کې د افغانانو له خوښیو سره تړلي وي.»

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا وايي چې طالبانو د مسکو په غونډه کې په څرګنده وویل چې د اسلامي امارت د رامنځته کېدو په هڅه کې دي.

هغه زیاته کړه:«طالبان ځان یو بریالی ځواک بولي، د طالبانو او ملابرادر چې د هغوی د سیاسي دفتر مسوول دی په مسکو کې په دې وروستیو خبرو کې چې ما هم ګډون درلود دا و، چې هو د افغانستان په اسلامي امارت کې د ټولو افغانانو لپاره ځای شته. د ښځو لپاره هم خو د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې.»

بلخوا د امریکا ولسمشر، د کاناډا له لومړي وزیر سره په هغه لیدنه کې چې په سپينه ماڼۍ کې یې لره د دې پوښتنې په ځواب کې چې له ایران سره جګړې ته تحریکېږي داسې وویل:«نه، په هېڅ صورت، په ځينو موردونو کې د دې مخالف دی. خو وګورئ ما ویلي غواړو چې له جګړې بهر شو. موږ په دې اړه کمپاین کړی. موږ له نولسو کلونو راهیسې په افغانستان کې یوو، لکه څرنګه چې پوهېږئ موږ په افغانستان کې خپل حضور کم کړی دی.»

شریک یي کړئ