د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لس مېلیون تنو له وژنې سره د افغانستان د جګړې د پای لپاره یوځل بیا خپلې څرګندونې تکرار کړې.
ټرمپ وايي کهچېرې غوښتل یې چې د جګړې ځانګړې طریقه خپله کړي، د افغانستان جګړه به یې ډېر ژر پای ته رسولې وای؛ خو فکر کوم چې په دغې جګړه کې په لسګونه مېلیونه تنه وژل کېدل او هغه دا اړینه نه ګڼي.
ډونلډ ټرمپ له دې مخکې هم څو ځله دا شان څرګندونې کړې دي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ همدارنګه ویلي چې له اوربند سره د طالبانو د موافقې نه کولو له امله، له دغې ډلې سره یې مذاکرات پای ته ورسول.
ټرمپ ویلي کله چې د اوربند لپاره د طالبانو د نه چمتووالي څخه خبر شو، د دغې ډلې له مشرانو سره یې په امریکا کې لیدنه لغوه کړه.
دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي ټرمپ درې اوونۍ مخکې له طالبانو سره د سولې خبرې ودرولې او د هغه لامل یې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتوالی وباله.