Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټرمپ د حمزه بن لادن د مرګ پخلی وکړ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي چې د القاعده ډلې بنسټ اېښودونکي اسامه بن‎ لادن زوی حمزه بن لادن د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمه کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

وال سټریت ژورنال په یوه خبر کې لیکلي چې دا ډونلډ ټرمپ دا څرګندونې د سپینې ماڼۍ په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې چې نن (شنبې د وږي په ۲۳مه) خپره شوې راغلي دي.

امریکايي چارواکو سږکال په جولای میاشت کې ویلي وو چې حمزه بن لادن وژل شوی دی، خو ډونلډ ټرمپ د هغه د مرګ خبر نه وو تایید کړی.

له دې مخکې امریکايي چارواکو د القاعده ډلې په منځ کې د جمزه بن لادن ونډې له زیاتوالي اندېښنه ښودلې وه او هغه یې د دغه هېواد او متحدانو په وړاندې یو ګواښ بللی و.

د امریکا دفاع وزارت د سږکال په لومړیو کې د هغه د نیولو او یا هم د هغه د اوسېدو ادرس ورکولو لپاره یو مېلیون ډالر جایزه تعیین کړې وه.

حمزه بن لادن چې ویل کېږي په ۱۹۸۹ز کال کې په سعودي عربستان کې نړۍ ته راغلی، د اسامه بن لادن یوازېنی زوی دی چې د خپل پلار هیلو ته ژمن و.

د وال سټریټ ژورنال د رپوت پر بنسټ، د اسامه بن‎ لادن بل زوی، په ۲۰۱۱ز کال کې له خپل پلار اسامه بن لادن سره په پاکستان کې ووژل شو. رپوټ کې همدارنګه لیکل شوي چې د اسامه بن لادن درېیم زوی، له القاعده ډلې څخه جلا شوی دی. 

شریک یي کړئ