Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان سولې په اړه د قطر له امیر سره د ټرمپ ټلېفوني خبرې

د قطر خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني په یوه ټلېفوني اړیکه کې د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د دوه اړخیز بحث تر څنګ د ځينو نورو مسایلو په اړه له هغې ډلې د افغانستان د سولې بهیر په اړه هم خبرې کړې دي.

خبري اژانس زیاتوي چې دواړو لورو د سیمې او نړۍ د وروستیو تحولاتو په ځانګړې توګه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو په اړه چې په دوحه کې جریان لري بحث وکړ.

دغه خبرې کابو له یوې اوونۍ راهیسې روانې دي او دواړه لوریو د یوې عالي هوکړې د وروستۍ کېدو په اړه له پرمختګونو خبر ورکوي.

ځينې خبري اژانسونه د قطر له امیر سره د ټرمپ ټلېفوني خبرې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې د نږدې کېدو څرګندوی بولي.

شریک یي کړئ