Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ سي آی اې ته د بې‎پیلوټه الوتکو د کاروَنې واک ورکړ

د وال سټريټ ژورنال خبر له مخې، د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالنډ ټرمپ د دې هېواد څارګرې ادارې یا سي آي اې ته د بې‎پيلوټه الوتکو د کاروَنې واک ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پخوانې ولسمشر، بارک اوباما د یادو الوتکو استفاده د سي آی اې پر ځای د دې هېواد پوځ ته ورکړې وه.

تر اوسه سپنې ماڼۍ او سې آي اې په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.

امریکا په لیري واټن کې د ترهګرو ځپلو کې د بې‎پيلوټه الوتکو ونډه اغېزمنه بولي.

د امریکا نوي حکومت واک ته رسېدو سره تېره اوونۍ له ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته د بې‎پېلوټه الوتکې برید ترسره کړی دی.

له دې الوتکو امریکا متحده ایالاتونو د افغانستان او یمن جګړو کې کار اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پخوانې ولسمشر، بارک اوباما د یادو الوتکو استفاده د سي آی اې پر ځای د دې هېواد پوځ ته ورکړې وه

شریک یي کړئ