Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتو ټینګار کوي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي او وايي چې په افغانستان کې یو ښه څه د رامنځته کېدو په حال کې دي.

ټرمپ د جمعې په ورځ (د سلواغې په ۱۲مه) له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې افغانستان له ۱۸ کلنې جګړې وروسته، د لومړي ځل لپاره د سولې شاهد دی. هغه ټینګار کوي که‎چېرې دغو خبرو اترو مثبتې پایلې ولرې امریکايي ځواکونه به افغانستان پرېږدي.

ډونلډ ټرمپ وویل:«تاسې وینئ چې څه روان دي او زه نه شم ویلای چې دا یو تضمین دی؛ ځکه چې موږ کابو ۱۹ کاله په افغانستان کې یوو او د لومړي ځل لپاره هغوی یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره خبرې اترې کوي، که‎چېرې دا کار وشي، موږ خپل خلک بېرته خپلو کورنو ته راولو. وبه وینو چې څه به وشي، خو هغوی د لومړي ځل لپاره په ډېرو جدي مذاکراتو کې دخیل دي، د هغه لپاره یو دلیل شته، نو له دې امله فکر کوم چې د یوې بهرنۍ پالیسۍ پر بنسټ کار په ښه بڼه ترسره کړو.»

د امریکا متحده ایالات دم‎ګړۍ په افغانستان کې ۱۴زره ځواکونه لري چې د پرېکنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان ځواکونو ته پر روزنې، مشورې ورکولو او مرستې بوخت دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په داسې حال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي چې د امریکا د مشرانو جرګې د یوې لایحې پر تصویب سره له افغانستان او سوریې نه د امریکايي ځواکونو د وتلو له پرېکړې سره مخالف دي.

په دغې لایحې کې راغلي دي چې په افغانستان او سوریه کې د داعش او القاعدې ډلې تراوسه هم فعالې دي او د امریکايي ځواکونو له وتلو سره د امریکا ملي امنیت به له ګواښ سره مخ شي.

له دې سره جوخت نیویارک ټایمز په یوه رپوټ کې لیکلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه لیک کې له ډونلډ ټرمپ نه غوښتي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر دې سست کړي او همدارنګه په افغانستان کې د امریکا کلنۍ بودیجه هم دوه مېلیارد ډالرو ته را کمه کړي.

له دې وړاندې داسې رپوټونه خپاره شوي چې ټرمپ له افغانستانه د نیمو امریکايي ځواکونو د بهر کېدو غوښتونکی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم موده وړاندې ویلي وو چې امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو په وتلو کې جدي ده.

له طالبانو سره جدي خبرې اترې د افغانستان د سولې لپاره د زلمي خلیل زاد له ګومارلو وروسته د وږي په میاشت کې پیل شوې. له هغه مهاله تراوسه، طالب پلاوي له امریکايي استازو څلور ځله لیدلي دي خو له افغان حکومت سره یې هر ډول خبرې اترې رد کړي دي.

له امریکايي استازو سره د طالبانو د پلاوي په وروستي ځل لیدلو کې چې د سلواغې له لومړۍ تر شپږمې نېټې په دوحه کې وو، لورو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پرمختګونه درلودل.

خلیلزاد په خپلې وروستۍ څرګندونه کې دا موردونه د سولې په خپرو اترو کې د مثبت نښان په توګه یاد کړي خو ویلي یې دي چې د افغانستان مسله به په یو ځل لیدو حل نه شي.

هغه مخکې ویلي وو چې د سولې کلۍ اوس د خپله افغانانو په لاس کې ده او باید بین الافغاني خبرې اترې پیل شي. هغه اوسني شرایط د افغانستان لپاره د یوه فرصت په توګه یادونه کړې ده.

ټرمپ وايي چې افغانستان له ۱۸ کلنې جګړې وروسته، د لومړي ځل لپاره د سولې شاهد دی. هغه ټینګار کوي که‎چېرې دغو خبرو اترو مثبتې پایلې ولرې امریکايي ځواکونه به افغانستان پرېږدي.

شریک یي کړئ