Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې ودرولې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یکشنبې پر سهار (د وږي په ۱۷مه) له طالبانو سره د دغه هېواد د سولې خبرې کابل کې د دغې ډلې له ځانمرګي برید وروسته ودرولې.

ټرمپ په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي:«کابل کې یوې چاودنې چې زموږ د یوه عالي سرتېري د وژل کېدو لامل شو او ۱۱ تنه نور ټپيان شول، ما سملاسي د سولې غونډې او مذاکرې لغوه کړې.»

هغه همدارنګه لیکلي:«یوازې بدتر شول! که‎چېرې هغوی (طالبان) د سولې په دغو مهمو خبرو کې، له اوربند سره هوکړه ونه کړي، هغوی ۱۲ تنه نور هم ووژل. نو پر دې اساس، هغوی احتمالاً د یوې مانا لرونکې هوکړې په اړه د مذاکرې ځواک نه لري. هغوی څو نورې لسیزې هم جګړې ته حاضر دي؟»

د پنجشنبې په ورځ، طالبانو له چاودېدونکو توکو څخه یوه ډک موټر ته د کابل ښار په شش درک سیمه کې چاودنه ورکړه چې په پایله کې یې د یوه امریکايي او یوه رومانیايي سرتېرو په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول او څه باندې ۴۰ تنه نور ټپيان شول.

ټرمپ زیاته کړه چې ټاکل شوې وه هغه طالبانو له مشر او همدارنګه له افغان ولسمشر سره د ډېوېډ په کمپ کې محرمانه لیدنه ولري.

خلیلزاد د دوشنبې په ورځ له طلوع نیوز سره په یوې مرکه کې وویل هغه له طالبانو سره هوکړه کړې چې په لومړي ګام کې به له افغانستانه ۵۴۰۰ امریکايي سرتېري بهر شي او په بدل کې به یې طالبان په کابل او پروان کې تاوتریخوالی کم کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې افغان حکومت، له طالبانو سره د امریکا د هوکړې د متن په اړه توضیحات غوښتي و.

زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ، قطر کې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د نهم پړاو له پای وروسته، د هغه هوکړه‎لیک متن چې په اصول کې له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلي، کابل کې د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره شریک کړ.

له هغې دوه ورځې وروسته، افغان حکومت اعلان وکړ چې د دغې هوکړې په اړه ځينې اندېښنې لري چې باید رفع شي.

د دې ټولو سربېره، ټاکل شوې وه چې ولسمشر غني امریکا ته ولاړ شي او له خپل امریکايي سیال ډونلډ ټرمپ سره وویني، خو سرچینې وايي چې د ښاغلي غني سفر وځنډېد.

مارک اسپر چې د شنبې په ورځ (د وږي په ۱۶مه) فرانسه کې یوې خبري غونډه کې وینا کوله، زیاته کړه چې امریکا له طالبانو سره «د سولې یوې ښې هوکړې» پر سر کار کوي.

هغه څرګنده کړه:«د متحده ایالاتو لیدلوری دا دی چې راتلوونکي لپاره غوره لار سیاسي هوکړه ده - هغه څه چې موږ اوس پرې کار کوو؛ دا د دې په مانا نه ده چې هر ډول هوکړه لاسلیک کړو.»

اسپر همدارنګه زیاته کړه:«موږ به ډاډ ترلاسه کړو چې ښه هوکړه ولرو، تر دې کچې ښه چې لږ تر لږه وکړای شي د هېوادونو امنیت تصمین کړي او همدارنګه د افغانستان د خلکو لپاره یوه روښانه لار رامنځته کړي.»

ولسمشرۍ ماڼۍ هم د امریکا د دفاع وزیر له دغو څرګندونو هرکلی وکړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه