Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټرمپ هوډ لري چې له افغانستانه خپل ځواکونه بهر خو استخبارات پرېږدي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې په هوډ لري له افغانستانه خپل ځواکونه بهر کړي خو په دغه هېواد کې به خپل ځواکمن استخبارات خوندي کړي.

هغه د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۰ مه) له فاکس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې له افغانستانه د نهو زرو امریکايي سرتېرو له ایستلو اندېښنه او وېره دا ده چې دا هېواد «د ترهګرو پر ازمون‎ځای» بدل نه‎شي.

ټرمپ څرګنده کړه چې هوډ لري له افغانستانه خپل پوځيان بهر کړي، خو زیاته یې کړه چې افغانستان د پټېدو لپاره ښه ځایونه لري باید پر دې ځایونو څارنه وشي.

ټرمپ افغانستان یې د ترهګرو (هاروارډ پوهنتون) وباله او وې ویل چې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو په صورت کې به بیا هم امریکا په دغه هېواد کې خپل اطلاعاتي حضور پیاوړ کړي.

د هغه دغه څرګندونې په داسې حال کېږي چې طالبان له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بهر کېدو د هوکړې د لاسوند د څېړنې په حال کې دي، هغه د طالب مشرانو په اړه ویلي چې هغوی به په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

بلخوا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اسو شېټډپرس خبري ازانس ته ویلي:«موږ د هوکړې پر لاسوند کار کوو.»
ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۳ز کال کې د ولسمشرۍ څوکۍ ته تر رسېدو وړاندې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو یې ټينګار کړی و.

د تېر کال په ډسمبر میاشت کې، د ټرمپ ادارې پر یوې داسې طرحې کار وکړ څو له افغانستانه خپل ځواکونه بهر کړي، خو دا طرحه د امریکا د ډيموکراټو استازو له مقاومت سره مخ شو.

شریک یي کړئ