Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټرمپ په افغانستان کې د امریکا د نوې تګلارې په اړه پرېکړه ونه کړه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د واشنګټن د نوې تګلارې په اړه پرېکړه ونه کړه.

د رپوټونو پربنسټ، په افغانستان کې د واشنګټن د نوې تګلارې په اړه د ټرمپ ناسته له خپلو سلاکارانو، امنیتي او استخباراتي چارواکو سره بې پایلې پای ته ورسېده.

افغانستان ته د ډېرو ځواکونو استول او د ځواکونو بهر کول او خصوصي شرکتونو ته د جګړې سپارل د ډونلډ ټرمپ د امنیتي ډلې وړاندیز شوې ټاکنې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه تېره شپه ښاغلی ټرمپ له خپلو سلاکارانو او د سپنې ماڼۍ له امنیتي چارواکو سره په افغانستان کې د واشنګټن نوې تګلاره وروستۍ کړي.

له دې سره په ورته وخت کې،ډونلډ ټرمپ خپل لوړپوړی او جنجالي سلاکار اسټیوبنن یې له خپلې دندې ګوښه کړی دی.ویل کېږي چې هغه افغانستان ته د ډېرو ځواکونو له لېږد سره مخالف وه.

بنن ویلي دي چې له سپينې ماڼۍ څخه د هغه وتل، د ټرمپ د کار د حکم لپاره ستره لاسته راوړنه ده،هغه د سټنډرډ محافظه کارانو اونیزې ته ویلي دي:«د ټرمپ ولسمشرۍ چې موږ د هغه لپاره جنګېدلي یوو او ګټوونکي شوي یوو، بشپړه شوې ده.»

هغه زیاته کړه:«زه یوازې فکر کوم، د هغه وړیتا د هغو کارونو لپاره چې ترسره کوي یې، په ځانګړې توګه ستر څیزونه لکه، دېوال، نور پراخ او ستر شیان چې موږ د هغوی لپاره مبارزه کړې ده. یوازې ستونزمن کوي.»

شریک یي کړئ