Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاتروشف:د بهرنیو ترهګرو له امله دافغانستان وضعیت مخ په خرابېدو دی

تهران کې د ایران روسیې، چین، هند او افغانستان د ملي امنیت د سلاکارانو په ناسته کې د دغو هېوادونو د وضعیت په اړه بحث وشو.

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي نېکلای پاتروشف ګواښ کوي چې د افغانستان وضعیت د بهرنیو ترهګرو د فعالیتونو له امله د خرابېدو په حال کې دی او ښايي داعش ډله په افغانستان کې د سوریې سناریو تکرار کړي.

ښاغلي پاتروشف زیاته کړه:« په افغانستان کې د امریکا پوځي فعالیت نه یوازې د ثبات او امنیت په رامنځته کېدو اغېزه نه ده کړې بلکې په دغه هېواد کې د امنیتي کړکېچ د لاپيچلي کېدو لامل شوی دی.»

د پنځه اسیايي او ګاونډیو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو په غونډه کې، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ویلي ترهغه چې په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره مالي او وسله‎وال ملاتړ ونه درول شي له دوی سره د اغېزمن چلند امکان نشته.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په دې اړه څرګنده کړه:« تر هغې چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې له بهرني مالي او وسلو ملاتړه برخمنې وې له هغوی سره اغېزمنه مقابله نه کېږي.»

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په تېره بیا داعش فعالیت د دې ناستې ترټولو مهمه موضوع ده.

د ایران د ملي امنیت شورا منشي علي شمخاني څرګنده کړه:«اړینه ده د موجودو جوړښتونو ترڅنګ، په لوړه کچه ګډه همکاري دوام پیدا کړي، ترڅو د ترهګرو د نفوس او پراختیا بهیر څخه ژر سیمه‎ییزو ستونز و ته حل لاره پیدا شي.»

د ایران په کوربتوب په دې ناسته کې د افغانستان د سولې له بهیر او جګړې له پای ته رسولو سره د مرستې په برخه کې د ګډون کوونکو هېوادونو رول اغېزمن بلل کېږي.

د ولسي جرګې غړی سید علي کاظمي وویل:« دغه هېوادونه دې د جګړې د پای او د سولې پروسې په اړه، له افغانستان سره مرسته وکړي او په ورته وخت کې د ګاونډیتوب حق دې هم ادا کړي.»

د ولسي جرګې لومړی منشي میرداد نجرابي وايي:«هغوی د خپلو ګټو په لټه کې دي او له دې سره جوخت داسې غوښتنې لري، که‎چېرې ومنل شي مرسته کوي، له هغې پرته په افغانستان کې جګړه د هغوی په ګټه ده.»

دا ناسته د چهارشنبې په ورځ د یوې ورځې لپاره په تهران کې ترسره شوه.

په عراق او سوریه کې له ماتې وروسته د داعش د ګواښونو په وړاندې د مناسبو لاروچارو رامنځته کول د دې ناستې مهمه موخه ده.

د دغې ناستې له پای ته رسېدو وروسته دغو چارواکو دوه اړخیزې کتنې هم وکړې.

د روسیې، چین، هند، ایران او افغانستان د ملي امنیت سلاکارانو له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې د نظرونو د یووالي لپاره په تهران کې غونډه وکړه.

شریک یي کړئ