Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې دکزمي لپاره ۶۰ زره سرتېري ګماري

د پاکستان ملي پوځ چارواکو ویلي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ګزمې لپاره د ۶۰ زره سرتېرو د جذب بهیر پیل شوی دی او تراوسه د دغو سرتېرو ۴۰ سلنه په پوځي تمریناتو کې شامل شوي دي.

دغو چارواکو د بلومبرګ خبري وېب‎پاڼې ته ویلي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ګزمې لپاره د ۶۰ زره سرتېرو د ګمارلو بهیر به تر راتلونکو دوه کلونو بشپړ شي.

د دغو چارواکو په وینا، له دې سره جوخت د اغزن سیم د غځولو بهیر به دوام پيدا کړي او تراوسه ۱۳ سلنه دا کرښه غځول شوې ده.

پاکستان ادعا کوي چې له دې کار سره غواړي ترڅو د ډیورنډ کرښې له دواړو غاړو د ترهګرو د تګ راتګ مخه ونیسي.

خو افغان حکومت له دغه کار سره په مخالفت کې وايي چې طالبان او ترهګرې ډلې په ازادانه توګه د پاکستان په مدرسو کې روزل کېږي، هغه څه چې اسلام اباد یې انکار کوي.

پاکستان څه باندې ۶۰۰ زره امنیتي ځواکونونه لري چې د دغه هېواد ډېری تمرکز له هند سره سرحدي سیمو ته دی.

په دې وروستیو کې پاکستان د امریکا له خوا تر فشار لاندې راغلی او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې اسلام اباد د طالبانو او حقاني شبکې لپاره پټن‎ځای رامنځته کوي.

د روان زیږدیز کال په جنورۍ میاشت کې ټرمپ پر پاکستان خپل پوځي مرستې ودرولې او اسلام اباد یې «په دروغو ویلو او دوکې» تورن کړي.

شریک یي کړئ