Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان له طالبانو غواړي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له طالبانو غواړي چې له افغان حکومت سره د خبرو له انکاره لاس په سر شي او په دغه هېواد کې د ۱۷ کلن کړکېچ د پای لپاره له سیاسي لارې کار واخلي.

د ډان خبري اژانس د قریشي له قوله لیکي:«موږ له افغانانو غواړو چې سره کېني. دا پر هغوی پورې اړه لري چې خپلې ستونزې حل کړي او تر هغې چې افغانان په خپلو کې سره کېنني، بهرنیان به ورسره ډېره کمه مرسته وکړای شي.»

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې اسلام باد باور لري چې په افغانستان کې د کړکېچ د پای لپاره یوازینۍ لار بین الافغاني خبرې اترې دي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د سولې د اجماع لپاره په سیمه‎ییزو چارو کې د ولسمشر سلاکار او د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس په څلور ورځيني سفر پاکستان ته تللی دی او د افغان سولې په اړه له پاکستاني سیاسي او مذهبي مشرانو سره خبرې کړې دي.

بل خوا کارپوهانو ویلي چې افغان حکومت د سولې خبرو اترو کې څنډې ته شوی هغه ادعاګانې چې افغان حکومت هغه نه مني او ټینګار یې کړی چې په ټولو پروسو کې شامل دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې اسلام باد باور لري چې په افغانستان کې د کړکېچ د پای لپاره یوازینۍ لار بین الافغاني خبرې اترې دي.

شریک یي کړئ