Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان په افغانستان کې هر ډول ترهګریز فعالیت ردوي

د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه په افغانستان کې د دغه هېواد له خوا د هر ډول ترهګریز فعالیت څخه ملاتړ مسله رد کړه.

جنرال قمر جاوېد باجوه د افغان چارواکو هغه ادعاوې چې د غزني له جګړو څخه یو شمېر وژل شوي او یا هم ټپيان شوي طالبان دې هېواد ته لېږدول شوي دي، رد کړه.

د نوموړي په وینا، ډېر پاکستانیان د افغانستان په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي او یا هم د پاکستان د تحریک طالبان ډلې غړي په افغانستان کې پټ دي چې د هغوی مړي یا ټپيان پاکستان ته لېږدول کیږي.

د پاکستان د لوی درستیز په خبره، هغه ادعاوې چې ګواکي پاکستان د طالبانو درملنه کوي، د خواشینوونکې بولي.

دا په داسې حال کې ده چې، ولسمشر غني له غزني ولایته یې د لیدنې پرمهال وویل چې، د پاکستان لوی درستیز باید د هغو ټپي شویو طالبانو د درملنې په اړه چې په پاکستان کې کېږي، ځواب ورکړي.

شریک یي کړئ