Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان کې د افغان سولې په اړه غونډه پيل شوه

د هېواد د سیاستوالو یوه ډله چې تېره ورځ د افغان سولې لپاره په غونډه کې د ګډون لپاره پاکستان ته تللي وو دا غونډه نن شنبې (د چنګاښ په دویمه) پيل شوه.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د جمعیت اسلامي ګوند اجرايي رییس عطامحمد نور، د اجراییه رییس دویم مرستیال محمد محقق، ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند عبدالیطف پدرام او د محاذ ملي ګوند رییس حامد ګیلاني هغه کسان دي چې پاکستان ته تللي دي.

په ورته وخت کې، د پاکستان ډیلي ټایمز رپوټ ورکړی چې د افغانستان کابو ۳۰ تنه سیاسي څېرې «د لاهور سولې څېړنې مرکز» کې د افغان سولې په اړه په یوې غونډه کې د پاکستان مري ته بلل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې د دغې غونډې په پیل کې یې وینا وکړه، وویل چې پاکستان د یوه سوله‎ییز افغانستان غوښتونکی دی.

د جزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په دغې غونډه کې وویل چې یوازې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره بنسدویه نه دي او د هغه په وینا افغانان کولای شي خپلې ستونزې حل کړي.

د هغه په وینا، په افغانستان کې باید د بهرنیو لاسوهنې ودرول شي او همدارنګه بهرني ځواکونه له افغانستانه بهر شي.

دا غونډه پاکستان ته د ولسمشر غني په مشرۍ د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوی له سفر څو ورځې وروسته جوړېږي.

شریک یي کړئ