د ملي امنیت پنځو تنو کارکوونکو په یوه ترهګریز برید کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یاد ولایت د بګرام ولسوال، عبدالشکور قدوسي وايي چې پېښه تېره ورځ(چهارشنبې د کب ۲مه) د دې ولسوالۍ په کوهتوپ سیمه کې شوې ده.
ښاغلی قدوسي زیاتوي چې د پروان ولایت د ملي امنیت ریاست مدیر له څلورو نورو کارکوونکو سره په یوه موټر کې د کورونو پر لور روان وو چې ناپېژاندو وسلهوالو پرې برید کړی او وژلي يې دي.
تر دې دمه کومې ډلې ددې برید مسوولیت نه دی منلی.