Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پروان کې ناپېژانده وسله‎والو یو ځوان وژلی

د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې نامالومو وسله‎والو یو ځوان په ډزو وژلی دی.

سیمه‎ييز چارواکي وايي وژل شوی ځوان ته تېره ماښام(چهارشنبې د سلواغې په ۲۵مه نېټه) زنګ راغلی او کله چې له کوره وتی، نو وژل شوی دی.

د جبل السراج ولسوال، سيف الله بيدار څرګندوي چې د پېښې لامل تر اوسه نه دی څرګند او پولیسو په دې پرخه کې څېړنې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پروان ولایت کې جنايي جرمونه زیات شوي دي.

څو ورځې مخکې په یاد ولایت کې یو شمېر وسله‎والو پر یوه موټر چې د یوې کورنۍ غړي په کې سپاره وو ډزې وکړې او په ترڅ کې یې د یوې کورنۍ درې غړي ووژل شول.

سیمه ییز چارواکي وايي وژل شوي ځوان ته تېر ماښام پر ټلفون زنګ راغلی او کله چې له کوره وتلی، وژل شوی دی

شریک یي کړئ