Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پروان کې پر امنیتي پوستونو د طالبانو برید په شا وتمبول شو

په پروان کې امنیتي چارواکو تېره ورځ (جمعه د وري په ۲۳ مه) وویل چې د دغه ولایت په شینواري ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو یرغلي بریدونه شنډ کړل.

د پروان امنیه قومندان محمد محفوظ ولي زاده وايي چې د طالبانو جنګیالیو تېره ورځ د سهار په پنځو نیم بجو له څو لورو د شیواري ولسوالۍ د صوفي خېلو په کلي کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ چې د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو د مرستې په پایله کې دغه برید شنډ او په شا وتمبول شو.

محمد محفوظ ولي زاده په دې اړه زیاتوي چې پر دغو پوستو د طالبانو برید له دوو ساعتونو جګړې وروسته پای ته ورسېد او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا بیا طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پروان امنیه قومندان وايي چې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو برید له دوو ساعتونو جګړې وروسته پای ته ورسېد او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریک یي کړئ