Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پروان کې یوه ځوان د خپلې کورنۍ څلور غړي ووژل

د پروان ولایت له جنايي پېښو سره د مبارزې چارواکي نن(چهارشنبې د غبرګولي۳۰مه) وايي چې په دې ولایت کې یوه ځوان د خپلې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې قومندان، کاظم خان څرګندوي دا پېښه تېره نیمه شپه د پروان مرکز په تتمدرې کلي کې رامنځته شوې ده.

دی وړاندې وايي چې د پېښې عامل زاهد نومیږي او خپل ورور، خور، د خور ماشوم او د خور مېړه د ښکاري ټوپک په مرسته وژلي دي.

ښاغلی کاظم زیاتوي چې په دې پېښه کې یوه مېرمن چې د قاتل بله خور ته ټپي شوې ده. 

دا امنیتي چارواکي وايي چې د پېښې عامل رواني ناروغي لري.

د پروان ولایت پولیسو وايي چې د پېښې عامل نیول کېدو په موخه هڅې روانې دي.

د پروان ولایت د پولیسو چاراکي دا خبر تائيدو او زیاتوي چې د پېښې عامل له سیمې تښتېدلی او د نیولو په موخه یې هڅې روانې دي

شریک یي کړئ