Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر بشري حقونو دڅار بنسټ په کابل کې پرروغتون برید جنګي جنایت وباله

د دغه نړیوال بنسټ له خوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې پر روغتیايي مرکزونو، ناروغانو او پر روغتیايي کارکوونکو برید«جنګي جنایت»بلل کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي چې پر ډېریو روغتیايي مرکزونو د برید مسؤول طالبان او نورې ترهګرې ډلې دي.

خو په کابل کې د چهارشنبې په ورځ پر روغتون د برید پړه داعش ډلې منلې ده.

د چهارشنبې په ورځ په دغه روغتون څلور تنو بریدګرو برید وکړ چې کابو ۴۰ تنه یې ووژل او کابو ۷۰ تنه نور یې ټپيان کړل.

له بلخوا یوناما د سردار محمد داوود خان پر پوځي روغتون ځانمرګی برید،له بشرپاله قانون څخه سرغړونه بولي او وايي شونې ده چې دغه برید جنګي جنایت وشمېرل شي.

د دغه بنسټ په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه ناځوانردانه برید د بنسټیزو انساني اصولو څخه سرغړونه ده او د دغه برید طرحه کوونکي باید ځواب ویونکي وي.

په خبرپاڼه کې اضافه شوي چې یوناما له ټولو ښکېلو ډلو څخه غواړي ترڅو د نړیوال بشرپاله قانون په سمون کې روغتیايي کارکوونکو ته درناوی وکړي او له هغوی څخه ساتنه وکړي.

د چهارشنبې پر شپه ولسمشر غني د دغه روغتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.

ولسمشر غني د ډاکټرانو او سرتېرو له زړورتیا او مېړانې څخه چې د ټپيان او ناروغان د ژغورنې لپاره یې هڅې کړي د مننې سربېره وايي:«د دغو ډکټرانو او ځواکونو ژمنه د افغانستان او بشریت لپاره د ژمنې نښه ده.»

هغه همدارنګه د زیانمنو تجهیزاتو او ځایونو د بشپړ رپوټ غوښتونکی هم شو ترڅو ژر تر ژره دغه روغتون خپل فعالیت بشپړ په عادي توګه پیل کړي.

هغه ژمنه وکړه چې هغو سرتېرو او ډاکټرانو د ټپيانو د ژغورنې لپاره یې  سرښندنه ښودلې،و به ستایل شي.

له بلخوا د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د سردار محمد داوود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون د برید ګرو د ځپلو په چاره کې له سرتېرو او د ځانګړو امنیتي ځواکونو څخه ستاینه وکړه.

هغه چې د نښتې په پای ته رسېدو وروسته دغه روغتون ته تللی وه د ترهګرو د له منځه وړلو په کار کې د امنیتي ځواکونو له مېړانې څخه ستاینه وکړه او هغوی یې ونازول.

هغه د عامې روغتیا وزارت او د ۴۰۰ بستریز روغتون چارواکو ته لارښونه وکړه ترڅو د دغه روغتون د بیارغونې کار ژر تر ژره پیل کړي.

شریک یي کړئ