Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر غزني ښار د طالبانو د بیا برید وېره

د پنجشنبې په شپه د غزني په یو شمېر سیمو کې د تازه جګړو په اړه د راپورونو له خپراوي وروسته، د دې ولایت اوسېدونکي د ښار دننه د ممکنه تاوتریخوالو د بیا راتګ له امله اندېښمن شوي دي.

پر غزني ښار کابو دوه اوونۍ مخکې د طالبانو لخوا پرې برید وشو او دغه ښار ځينې برخې یې د څو ورځو لپاره ولکه کړې.

د خواجه عمري ولسوالۍ اوسېدونکی فضل الله په دې اړه وویل:«د خواجه عمري او خوږیاڼو ولسوالۍ په وروستیو نښتو کې له بده مرغه له کنټروله وتلي دي.»

د غزني بل اوسېدونکی غلام رسول هم په دې اړه زیاته کړه:«په خواجه عمري کې طالبان د تلاشۍ پوستې هم لري او د ولسوالۍ او قومندانۍ په مخ کې هم تګ راتګ کوي.»

په ورته وخت کې غزني ته له نورو ولایتونو راغلې لارې لا هم خوندي نه بلل کېږي او د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکو ان د اختر په ورځو کې ونشوای کړای ترڅو په دې ولایت کې خپلو کورونو ته ولاړ شي.

له اویژه اورژلان وايي، کورنۍ یې د غزني په جاغوریو ولسوالۍ کې اوسېږي او خپله کابل کې کار کوي، او دا په غزني ښار کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړو پرمهال د خپلې کورنۍ د غړو د برخلیک په اړه له بې خبرۍ کیسه کوي.

هغه څرګندوي:«د غزني له پرځېدو وروسته، طالبانو لاره ونیوله او حتا هغه مسیر چې موږ ځو، هغه پوستې چې مخکې په خلکو پورې اړوندې وې، اوس د هغوی په واک کې دي او کله چې ځو تلاشي کوي، موبایلونه څېړي، له همدې امله موږ ته ستونزمنه ده چې د کور په لور ولاړ شو.»

بل پلو د کورنیو چارووزارت مني چې دولتي ځواکونه دا مهال په غزني کې د احضاراتو په حال کې دي او هلته په ښار کې د امنیتي وضعیت تر عادي کېدو پورې به هڅه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په دې اړه وايي:«په غزني ولایت کې ځانګړي امنیتي تابیاوې نیول شوې دي، مرستندویه ځواکونه هلته شتون لري، په ځينو برخو کې د خطر احساس کېږي، عملیات شوي، تراوسه هم په غزني کې زموږ ځواکونه په بیړني حالت کې دي او عملیات دوام لري.»

په غزني ښار کې جګړه دوه اوونۍ مخکې پیل شوه او ان یو شمېر سیمې د طالبانو لاسته ورغلې خو له څو ورځو وروسته له دغو سیمو وشړل شول.

دولتي چارواکي په دې باور دي پر غزني بریدګر طالبان له ګاونډیو ولایتونو ورغلي او خپل نظامي حضور یې زیات کړی دی.

پر غزني ښار د طالبانو د بیا برید وېره

د کورنیو چارووزارت مني چې دولتي ځواکونه دا مهال په غزني کې د احضاراتو په حال کې دي او هلته په ښار کې د امنیتي وضعیت تر عادي کېدو پورې به هڅه وکړي.

شریک یي کړئ