Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکې بهرنیو چارو وزارت کلني رپوټ کې پر مُلکیانو برید ته نغوته

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کلني رپوټ په نړۍ کې د بشري حقونو، په افغانستان کې د ولسي وګړو په وړاندې د بریدونو د زیاتوالي په اړه ګواښ کوي.

د دغه رپوټ پر بنسټ، په یوه تېر کال کې د دولت مخالفو وسله‎والو، له ماشومانو او تنکیو ځواکونو د جنګیالیو، ځانمرګو بریدګرو او د وسلو د لېږدونکو په توګه کار اخیستی او په داسې حال کې چې دولتي ځواکونو هم تنکي ځوانان د سرتېرو په توګه نیولي دي.

اداري فساد، د حساب نه ورکول، د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالو نه څېړل او له ګواښونو سره د خبریالانو مخ کېدل د دغه رپوټ بله برخه جوړوي.

په دې رپوټ کې د افغانستان په جګړه کې د ښکېلې غاړې د وژنې په اړه بې پروایۍ او او د یو شمیر کسانو په ربړونې او زندان تورن شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په دې اړه وايي:«موږ د افغانستان په بندخونو کې ټول بشري قوانین مراعات کوو او له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو څخه غواړو چې را دې شي او له لنډه دغه بندخونې وویني ترڅو ډاډمن شي چې دلته بشري حقونه مراعات کېږي.»

په دې رپوټ کې هغه څه چې د افغانستان په دولتي بنسټونو کې د فساد په اړه ویل کېږي په عدلي او قضايي بنسټونو کې یې هم کار کړنې څرنګوالی تر پوښتنې لاندې راوستی او ترڅنګ يې په یو شمېر سیمو کې د طالبانو قضايي نظام ته هم اشاره شوې.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ څېړونکی ناصر تېموري په دې اړه وايي:«د ملي یووالي حکومت له درې نیم کال څخه وروسته، تراوسه هم هغه تمې چې مدني بنسټونه یې د اصلاحاتو د رامنځته کېدو، د سترو لاسته راوړنو او د فساد د له‎منځه تلو لپاره لرلې، هغو ته نه دي رسېدلي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني رپوټ کې په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه راغلي دي په افغانستان کې د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د عامه پوهاوی په نشت حساب دی او دغه هېواد کې نجونې د بکارت ازمېایښت له جبري او خطرناک حالت سره مخ دي.

رپوټ کې راغلي چې لاهم په دولتي بنسټونو کې د مېرمنو ونډه لږ ده چې په دولتي بنسټونو کې د مېرمنو ونډه ۲۲ سلنه او په امنیتي بنسټونو کې بیا ۵ سلنه ده.

شریک یي کړئ