Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر هندي پوځيانو د برید په هکله د ملي یووالي حکومت د مشرانو غبرګون

د ملي یووالي حکومت مشران د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د تېرې ورځې برید غندي او د ‎«ترهګرۍ» په وړاندې پر جدي مبارزې ټینګار کوي.

ولسمشر غني، په خپل ټوېټر پاڼه ترهګري یې له سرطان سره تشبیه کړې او ویلي یې دي چې دا ناروغي ټولنه له ننګونې سره مخ کړې ده. هغه لیکلي:«ترهګري په سیمه کې یو سرطان دی او د هغه وچول ټولیزو هڅو ته اړتیا لري.» 

د پنجشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۵ مه په یوه ځانمرګي برید کې چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې په نښه کړل او په هغه کې لږ تر لکه ۴۶ تنه هندي ځواکونه ووژل شول. د دغه برید مسوولیت د جیش محمد ډلې چې ویل کېږي په پا کستان کې مېشته ده، په غاړه اخیستی دی.

په ورته وخت کې د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم وايي چې د هند له خلکو اوحکومت سره غم شریکي کوو.

هغه څرګندوي:«ترهګر او د هغوی ملاتړي د دین له نامه په استفادې سره هغه وېرونکو جرمونه ترسره کوي چې دین او انسانیت ته سپکاوی دی.»

په ورته وخت کې پاکستاني چارواکو ویلي چې دغه هېواد د دغه ځانمرګي بريد په تړاو هېڅ مسوولیت نه دی لرلی.

خو هندي چارواکي پاکستان د ترهګرو پر ملاتړ تورنوي.

د هند لومړي وزیر نرېدرا مودي د دغه برید او په هند کې د بې ثباتۍ په اړه ګواښ کړی. هغه ویلي چې د دغه برید عاملان به ستره بیه ورکړي.

د پنجشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۵ مه په یوه ځانمرګي برید کې چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې په نښه کړل او په هغه کې لږ تر لکه ۴۶ تنه هندي ځواکونه ووژل شول.

شریک یي کړئ